د زمبابوې او افغانستان د کرکټ ادارو نن سه شنبه اکتوبر ۲۹ (لړم اته) اعلان وکړ چې دواړه هېوادونه به اته بېلا بېلې نړیوالې لوبې کوي.
د زمبابوې د کرکټ بورډ په اعلامیې کې ویل شوي دي چې دا لوبې به د ډسمبر په میاشت کې پیل کېږي او د بل کال د جون په شپږمه نېټه به پای ته رسېږي.
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ به درې شل اوریزې، درې یوه ورځنۍ او دوې د ټست لوبې کېږي، چې لومړۍ لوبه یې د ډسمبر په نهه پیل کېږي.
د دغو سیالیو کوربه زمبابوې دی. په اعلامیې کې د زمبابوې د کرکټ بورډ د مشر تاونګوا مکوهلاني له خولې ویل شوي چې د ټست ترلوبو مخکې به زمبابوې له افغانستان سره درې شل اوریزې او درې یوه ورځنۍ لوبې کوي، دا لوبې به د زمبابوې په مرکز هرارې او بولایوا کې کېږي.
د زمبابوې د کرکټ مشر ویلي: «د زمبابوې او افغانستان ترمنځ لوبې تل سختې او په زړه پورې وې او شک نه لرو چې په دغه تاریخي سفر کې به لوبغاړي یو ځل بیا د غوره تفریح زمینه برابروي.»
د افغانستان کرکټ بورډ هم په یوې اعلامیې کې د دغو لوبو اعلان وکړ.
د بورډ په اعلامیې کې د بورډ د مشر میرویس اشرف له خولې ویل شوي: «سږ کال د کورني کرکټ او نړیوال کرکټ له اړخه موږ ډېر بوخت او مصروف کال درلود او په ټوله کې له لاسته راوړنو ډک کال و. بیا به هم هلې ځلې کوو چې راتلونکی کال له دې هم ښه او غوره وي، ترڅو مو د سږ کال په څېر هېوادوال له لوبو خوند واخلي.»
په اعلامیې کې همدغه راز د مشر میرویس اشرف له خولې ویل شوي چې «زمبابوې ته د افغانستان دا سفر ډېر مهم دی او د دواړو خواو ترمنځ لوبې تل سختې او ننګوونکې وې وې او «خو زه باور لرم چې افغان اتلان به له دغو ننګونو سره په ډاډه زړه مخامخ شي».
د افغانستان کرکټ بورډ په رسمي ډول د دغو لوبو د مهال وېش په اړه څه نه دي ویلي.
زمبابوې داسې مهال له افغانستان سره د دغو سیالیو اعلان کړی دی چې افغان الف لوبډلې (افغان ابدالیان) تازه د اسیا ایمیرجینګ کپ اتلولي وګټله. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له زمبابوې سره تر لوبو مخکې له بنګله دېش سره درې یوه ورځنۍ لوبې لري.
فورم \ دبحث خونه