د عراق سني یاغي ډلې اسلامي خلافت اعلان کړ

د عراق د داعش اسلامي سخت دریځه ډله

نن دوشنبې هم په تیکرت ښار کې جګړه روانه وه. په دې ښار او څو نورو ښارونو کې د عراق د اسلامي دولت او د شام په نامه ډله واکمنه شوې ده.

تیره ورځ ددې ډلې مشر ابوبکر البغدادي په یوه ثبت شوي بیان کې چې پر انټرنیټ خپور شوی وویل چې هغه د نوي اسلامي خلافت خلیفه دی.

دغه اصطلاح د مسلمانانو خپلواک حکومت ته استعمالېږي. دا اصطلاح وروستی ځل په رسمي بڼه د عثمانیه امپراطوري کاروله چې دغه امپراطوري د لومړي نړیوال جنګ وروسته پای ته ورسېدله.

د عراق د اسلامي دولت او شام ډلې په عراق کي د القاعدې سره اړیکې درلودې خو وروسته القاعدې ځکه ددغې ډلې سره اړیکې وشکولې چي د هغې امر یې نه مانه.

له بلې خوا د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما ویلي چې په عراق او سوریې کې د ترهگرو جگړو په زیاتیدو سره د امریکا کورني امنیت ته هغه گواښ لا زیات شوی چې له پخوا څخه ورته متوجه دی.

ښاغلي اوباما وایي، د عراق او شام اسلامي دولت افراطېان یا داعش په دواړو غاړو، عراق او سوریه کې تندلاري وسله وال ځانته جلبوي او دا کیدی شي د امریکا متحده ایالتونو ته خطر متوجه کړي.

هغه وایي « هغوئ په ځینی سیموکي قوت پېدا کوي. موږ اروپایان لیدلي دی چی د هغوی له قضېی سره خواخوږي لري او سوریې ته سفر کوي، او اوس ښايي عراق ته ولاړ شي او دا به په جگړه کې د هغوی تجربه زېاته کړي؛ او بیا هغوی بیرته را ستنیږي. څرنگه چې هغوی اروپايي پاسپورتونه لري نو هغوی امریکا ته د راتلو لپاره ویزې ته اړتیا نلري.»

د کانگرس د جمهوري غوښتونکي غړي پیتر کینگ په وینا، دا وضعیت یو لړ قاطع فیصلو ته اړتیا لري «جمهور رئیس باید پدې برخه کې ډیر جدي و اوسي. سوریه اوسمهال موږ ته جدي گواښ دی، یوازی پدې وجهې نه چې هلته په زرگونو هغه اروپایان شته چې بی ویزې امریکا ته داخلیدی شي او سوریې ته ځي، بلکې هلته په سوریه کې همدا اوس څه نا څه سل امریکایان هم شته. نو ددی کسانو له جملی نه هر یو کولی شي امریکا ته را ستون شي او داسی بریدونه وکړي چې په سوریه کې یې ورته روزنه ورکړل شوېده.»

خو د جمهور رئیس د خبرونه داسی ښکاري چې امریکا دېته چمتو ده چی اقدام وکړي « موږ په دې ډیر زیات وخت تېروو، او موږ د کلونو راهیسې دا کار کړیدی چې دا خبره یقینی کړو چې خپل استخباراتي فعالیت پراخ کړو او په دې توگه دغه گواښ ته ځواب وویلی شو. موږ باید خپله څارنه، کشفي او استخباراتي فعالیتونه زیات کړو. ځانگړي ځواکونه به په دې کې خپل نقش ولري او داسی وخت به راشي چې موږ د هفو ډلو او سازمانونو پرضد بریدونه وکړو چې موږ ته زیان رااړوي.»

داسی توقع کیږي چې په امریکا کې د جولای په څلورمه چې د خپلواکۍ ملي ورځ لمانځل کیږي، امنیتي تدابیر لاپسی زیات شي.

بلخوا په عراق کې د کردانو سیمه ایز حکومت د اسرائیلو د صدراعظم بنیامن نتنیاهو د یکشنبې ورځې د هغه وړاندیز هرکلی کړی چې واېي کردان باید یو خپلواک دولت ولري.

مردان خضر زیباري د کردستان د دیموکراتیک گوند غړی دی او واېي، کردستان او اسرائیل د مشترکو تهدیدونو سره مخامخ دي « کردستان او اسرائیل ځنی مشترکات لري. ځکه هغه خلک چې د کردستان د خپلواکۍ سره مخالف دي، هغوئ د اسرائیلو او د هغوی د ملت په وړاندې هم ورته دریځ لري.»