د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق کړکیچ او د نړیوالې ټولنې هڅې


عراقي پوځیان د تېکریت د مهم سني میشته ایالت د بیرته نیولو هڅو ته دوام ورکوي.
عراقي پوځیان د تېکریت د مهم سني میشته ایالت د بیرته نیولو هڅو ته دوام ورکوي.

عراق پرون د روسي کارول شویو پنځو جېټ الوتکو له جملې نه لومړۍ الوتکه تر لاسه کړه.

د عراق د سمندري ځواکونو ډگر جنرال، انور حاما امین پدې اړه داسې وویل « مونږ پدې خورا گران حالت کې دې ډول مرستو ته ډیره عاجله اړتیا لرو. دا جت الوتکې به په څو ورځو کې په کار واچول شی. په راتلونکېو دریو او یا هم څلورو ورځو کې به د پوځ د قطعاتو د ملاتړ لپاره په کار وگومارل شی چی د داعش د ترهگرو سره مبارزه وکړي.»

دا جت الوتکې به د امریکایي بی پبلوته الوتکو سره یو ځای د عراق پر هوایی قلمرو کې پوځی ماموریتونو دپاره وکارول شي.

جان سکربي د امریکايي سمندري ځواکونو جنرال وایي «ددې دلیل چې ځینی الوتکې په بمونو او وسلو سمبالې شوی دي هغه د پوځ دخوندی ساتنی لپاره دي. اوس مونږ له دغه هیواد سره د ځینو امریکایی پوځي سلاکارانو په برخه کې هم مرسته کړی ده. دهغوی مقصد به داوی چې د سفارت او امریکایی تاسیساتو د محوطې نه بهر دندې تر سره کړي.»

د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما ددې میاشتې په پیل کې درۍ سوه امریکایي سرتیري عراق ته واستول څو هلته د عراقي پوځي قواو د ملاتړ تر څنگ د سني یاغی تندلارو ډلو په ضد د گډو عملیاتي اډو او مرکزونو په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په منځني ختیځ کې و څو هلته د سیمې مشران په سوریې او عراق کې د اسلامي تندلارو ډلو په خلاف گډې مبارزې ته تشویق کړيی.

په عین وخت کې د سعودي عربستان باچا عبدالله په ټېنگه پر مذهبی تندلارو باندې نیوکه وکړه او دا هوډ یی هم وکړ چې دی به دا پرې نږي چې د گوتو په شمیر تروریستان د نړۍ ټول مسلمانان له وېرې او وحشت سره مخامخ کړي.

هغه د روژې د مبارکې میاشتې د پیل په مناسبت د وینا په ترڅ کې وویل چې اسلام د یووالي، ورورولۍ او متقابل ملاتړ دین دی خو ځینی د درواغو په وعدو مغشو ش شوېدی هغوی د ترهگری او اصلاحآتو ترمنځ توپیر نشي کولی. او داسلام په نوم خپلو گټو او موخو ته د رسیدو هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG