ټیلرسن: د افغانستان پر نوې ستراتیژۍ لا تر اوسه غور کیږي

ریکس ټیلرسن وایي افغانستان ته د نورو ځواکونو د لیږد په شمول نوې تگلاره لا هم تر غور لاندې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن وایي چې افغانستان ته د نورو ځواکونو د لیږلو پریکړه اوس هم تر بحث لاندې دی.

ښاغلي تیلرسن دا خبرې نن د استرالیایي چارواکو سره په هغې غونډه کې وکړې چې د د داعش سره د مبارزې او په افغانستان کې د ثبات د ټینگښت پر موضوع جوړه شوې وه.

داسې اټکل شوی و چې جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ به د ناټو په سرمشریزه غونډه کې د افغانستان نوې تگلاره اعلان کړي، خو ټیلرسن وایي چې د افغانستان په نوې ستراتیژي اوس هم غور و فکر کیږي.

په افغانستان کې د ناټو د قاطع ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن څو میاشتې وړاندې ویلی و چې د بن بنست د ماتولو او د افغانستان د امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ لپاره، متحده ایالات باید څو زره نور ځواکونه افغانستان ته ولیږي.

د رپوټونه پر بنسټ ویل کیږي چې په نوې ستراتیژي کې ښایي افغانستان ته تر پنځه زره پورې نور سرتیري ولیږل شي.

په افغانستان او بریتانیه کې وروستیو ترهگریزو بریدونو یو ځل بیا نړیوال مشران اړ کړل چې د ترهگرۍ پرضد مبارزه غښتلې کړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جنرال مک ماسټر وروستیو بریدونو ته په اشارې ویلي دي چې د ترهگرۍ سره مبارزه کلک هوډ ته اړتیا لري.

د ملي امنیت سلاکار د افغانستان او بریتانیې ولسونو ته د ډاډگیرنې په ترڅ کې وویل "د ترهگرۍ په مقابل کې متحده ایالات د افغانستان او بریتانیې له ولسونو سره ولاړ دي."

د ناټو عمومي منشي ینس سټالټنبرگ د سي بي اس تلویزیون سره په مرکه کې یو ځل بیا په دې ټینگار وکړ چې هیڅکله به ترهگر پرینږدی یو ځل بیا په افغانستان کې ځالې جوړې کړي.

د استرالیا د دفاع وزیرې جولي بیشپ وویل چې په نړۍ کې د ترهگرۍ تهدید تر بل هر وخت اوس ډېر شوی دی. هغې زیاته کړه "موږ غواړو چې ستاسې سره په منځني ختیځ کې د استرالیا پر نقش وغږیږو، په سوریه، عراق او افغانستان کې د استرالیا پر نقش وغږیږو، د داعش د ډلې په له منځه وړلو کې ستاسې سره ولاړ یو".

د امریکایي او استرالیایي چارواکیو په ننۍ غونډه کې په افغانستان کې د ثبات پر ټینگښت خبرې وشوې.

په لندن کې د وروستیو بریدونو نه وروسته، امریکایي چارواکو دا هم ویلي دي چې کیدای شي یوشمېر ترهگر د منځني ختیځ له هیوادونو څخه د اسیا جنوب ختیځو هیوادونو ته وتښتي او په خپلو خپلو هیوادونو کې ترهگري وکړي.