سعودي په ټویټر کرکه خپرونکو ته خبرادری کړی

د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس ایس پي اې وایي چې په دغه ملک کې چارواکو د ټویټر په یو شمیر کارونکو په ټویټر عامه نظم ته د گواښ پېښولو تور لگولی دی او ویلي یې دي چې دغو کسانو د ټولنې امنیت او ارزښتونو ته خطر پیښ کړی.

د سعودي لوی څارنوال د یکشنبې په ورځ د ټویټر یو شمیر کارونکو ته قانوني خبرداری ورکړیدی.

د سعودي د کلتور او د اطلاعاتو د وزارت ویاند ټویټ کړیدی چې یو ستخدریځه سني ملا علي الربي یې د عامه نظم د گواښولو په تور په گوته کړیدی او ورته یې خبرداری کړی.

حکومت تراوسه پورې په دی هکله کوم تفصیل ندی ورکړی چې دغه کس ته یې ولی خبردارې ورکړیدی.

د سعودي حکومت په خپل ملک کې په ټولنیزو رسنیو باندې د خپل منفي فکر د تبلیغ په تور یو شمیر کسان نیولي او ځینې یې بندي کړي هم دي.

سعودي عربستان په ټولنیزو رسنیو د ځینو هغو تبصرو په خپرولو خلک نیولي دي چې وایي دغه یې ملک او یا مذهب ته سپکاوی دی.

د سعودي لوی څارونوال په اعلامیې کې ویلي دي چې هغوي د بیان د ازادۍ درناوې کوي خو چا ته به اجازه ورنکړي چې عامه نظم ته خطر پیښ کړي. هغه وویل چې حکومت به د هغو ټولو کسانو په ضد اقدامات وکړي چې په ملک کې فرقه ایز مخالفتونه او کرکه خپروي.

علي الربي چې د سعودي حکومت ورته خبرداری ورکړیدی، په خپل ټویټر د شیعه مسلمانانو په ضد تبصرې خپرې کړیدي.