د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي د حج د چارو تنظیم یوازې خپل حق ګڼي


د حج د چارو نړیول کېدل شاید په دې مانا وي چې دا مراسم دې د سعودي حکومت له انحصاره ووېستل شي
د حج د چارو نړیول کېدل شاید په دې مانا وي چې دا مراسم دې د سعودي حکومت له انحصاره ووېستل شي

سعودي عربستان وايي د حج د چارو تنظیم او مدیریت یوازې د هغوی حق دی او د دغو چارو د نړیوال کېدلو غوښتنه له سعودي سره د جنګ اعلان دی.

د سعودي د العربیه تلویزون د هغه هېواد د کورنیو چارو د وزیر عادل الجبیر له قوله لیکلي چې د سعودي حکومت به هغو خلکو ته ځواب ووايي چې د حج د چارو نړیوال کېدل غواړي.

د دغو چارو نړیول کېدل شاید په دې مانا وي چې د حج، عمرې او زیارت کولو د مراسمو چارې دې د سعودي حکومت له انحصاره ووېستل شي.

وړاندې داسې راپورونه وو چې قطر ویلي باید دا چارې نړیوالې شي، خو د رویټرز حبري اژانس وايي چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني ویلي چې د هغوی یوه چارواکي هم داسې کومه خبره نه ده کړې.

ښاغلي الثاني الجزیره تلویزون ته وویل " موږ بې اساسه ادعاو ته په ځواب ویلو ستړي شوي یو". قطر پر سعودي تورلګولی چې حج یې سیاسي کړی او له دې کبله یې د ملګرو ملتونو د مذهبي چارو ځانکړي استازي ته اندېښنه ښودلې ده.

داسې راپورونه شته چې سږکال د ریاض-دوحه خرابو سیاسي اړیکو حج ته تلونکي قطريانو ته ځینې ستونزې زېږولي دي.

سعودي عربستان، متحدو عربو اماراتو، مصر او بحرین د جون په میاشت کې له قطر سره خپل روابط وشلول او دوحه یې تورنه کړه چې د اورپکو ننګه کوي او له ایران سره نږدې اړیکې پالي.

دغو هېوادونو قطر ته ۱۳ غوښتنې وسپارلې چې د اخوان المسلیمن له ګوند سره د اړیکو شلول، د الجزیرې تلویزون تړل، په قطر کې د ترکیې د نظامي اډې بندول او له ایران سره د روابطو پرېکول شامل دي.

د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو دا خبره هم کړې که قطر د دوی غوښتنې ومني، دوی خبرو ته چمتو دي. قطر داسې مهال سعودي د حج د چارو په سیاسي کولو تورنوي چې ایران تېرکال د حج له مراسمو سره پرېکون وکړ.

خو تهران د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې سږکال به شاوخوا ۹۰۰۰۰ کسان حج ته استوي.

XS
SM
MD
LG