کارپوهان: د طالبانو لیک به اثر ونلري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د طالبانو د لیک استولو په غبرګون کې یو شمیر کارپوهانو ویلي دي چې دغه به د افغانستان لپاره د ټرمپ په پالیسۍ کوم خاص تاثیر ونکړي.​

طالبانو د سه شنبې په ورځ د امریکا ولسمشر ټرمپ ته په دوه درې صفحې اوږد لیک کې چې د خپل تحریک صفت او د کابل حکومت یې فاسد یاد کړې، لیکلي چې د افغانستان نه دې خپل عسکر وباسي.

د طالبانو د لیک په هکله د افغانستان د دولتي مطبوعاتو او معلوماتو مشر صدیق صدیقي په خپل ټویټر ولیکل چې د طالبانو لیک ښیي چې طالبان ویریدلي دي.

"طالبان او د هغوي ملګري د هغه ( ټرمپ) نه ویریږي، هغوي پوهیږي چې هغه (ټرمپ) به جدي وسي او په دوي پسې به ورځي. د دغې لیک نه دا څرګندیږي."

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي امریکا غږ ته وویل چې اول خو باید دا وڅیړل شي چې طالبان څوک دي ، مشران یې څوک دي ، چیرته دي او د چا لخوا کنټرولیږي. هغه وایي "امربکا په افغانستان کې د اوږد ې مودې لپاره د پاتې کیېدو پلان لري او د طالبانو لیک هیڅ فرق نه کوي."

په پېښور کې د ډیلي بیسټ ورځپاڼې سره لیکوال جورنالسټ سمیع یوسفزي د امریکا غږ ته وویل چې فکر نه کوي د طالبانو لیک به د ولسمشر ټرمپ د افغانستان لپاره په پالیسۍ کې څه ډول مهم رول ولوبوي. هغه وویل "دا ډول لیکونه دا حقیقت نشي بدلولی چې طالبان یوه ترهګره ډله ده. طالبان دا فکر کوي چې ولسمشر ټرمپ به یو داسي کار وکړي چې بل چا نه وي کړی."

هر څو چې پاکستان د طالبانو سره د مرستو کولو هر ډول تورونه ردوي خو د سیمې ځینې کاربوهان وایی چې طالبان د پاکستان د استخباراتو لخوا تر ډیره حده کنټرولیږي او وایي چې په دې لیک کې هم د پاکستان د ادارو اهداف دي.

ښاغلی سمیع زیاتوي چې د امریکا د بهرنو چارو وزارت به دغه لیک ته اهمیت ورنکړي خو کیدای شي ولسمشر ټرمپ ورته اهمیت ورکړي. هغه وایي چی نن سبا امریکا زیات ټینګار په دې کوي چې په پاکستان فشار زیات کړي چې د حقاني د شبکې په ضد اقدامات وکړي. "دا لیک د فشار د کمولو لپاره یوه هڅه ده، طالبان غواړي چي ټرمپ ته وښیي چې هغوي ترهګر او قاتلان نه دي خو په اصل کې طالبان لګیا دي په راتلونکي میاشتو کې په افغانستان کی د نورو حملو تیاري کوي. طالبان یواځي په رسنیو کې داسې خپروني کوي په اصل کې طالبان هم هغه پخوانۍ ستراتیژي لري."

خادم حسین چې د سیاسي چارو کاپوه دی، د سمیع یوسفزي د دغې تکې سره موافق دی چې د طالبانو د لیک هدف د هغه فشار راکمول دي چې ولسمشر ټرمپ د پاکستان په استخباراتي ادارو باندی اچولی دی.

د عوامي نیشنل ګوند مرکزي مشر افراسیاب خټک امریکا غږ ته وويل چې ولسمشر ټرمپ به د افغانستان لپاره په پالیسۍ کې د طالبانو غوښتنو ته هیڅ ډول غوږ ونه نیسي. " ټرمپ د افغانستان په هکله په نورو لارو فکر کوي. د ښځو، تعلیم، د اساسي قوانینو او د ټولنې په برخه کې د طالبانو په فکر او دریځ کې هیڅ ډول بدلون ندی راغلی. د طالبانو هدف هم هغه د عصري دولت ویجاړول او د ټولنې ورانول دي."

په امریکا کې د جنوبي اسیا د چارو څیړونکی مایکل کګلمین په خپل ټویټر لیکلي.

"طالبان غواړي چې امریکا دې د افغانستان نه خپل عسکر بیرته وباسي، د هغوي دغه ارمان به پوره شي ځکه ټرمپ افغانستان ته قراردادیان لیږي."

طالبانو په داسې وخت کې دا لیک د امریکا ولسمشر ټرمپ ته استولی دی چې هغه د افغانستان لپاره یوه نوي پالیسي جوړوي.په امریکا کې په ورستیو کې په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د شمیر او ماموریت په هکله ډول ډول تبصرې او وړاندیزونه کیږي چې یو یې د افغانستان ماموریت یوې شخصي کمپنۍ ته ورسپارل دي.