د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو د سرپل ولایت د میرزا ولنګ دره بیرته ونیوه


دغه سیمه تیره اونۍ د شنبې په ورځ وسله‌والو طالبانو نیولې وه.
دغه سیمه تیره اونۍ د شنبې په ورځ وسله‌والو طالبانو نیولې وه.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې د پوځ د کومانډویانو په ګډون افغان امنیتي ځواکونو د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ د میرزااولنګ دره بیرته نیولې او د دولت وسله‌والو مخالفینو ته یې درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ آشنا ته وویل، چې لا هم د صیاد ولسوالۍ په نورو سیمو کې د افغان کمانډویانو له خوا چاڼیز عملیات دوام لري.

ښاغلي وزیري د تلفاتو کره شمیره څرګنده نه کړه خو ويې ویل "دښمن ته ډير تلفات اوښتي دي او موږ فضل د خدای دی تلفات نه لرو، مګر ټوله دره یې تصفیه کړې ده، هلته کوم مشکل نشته دی عملیات اوس هم دوام لري".

دغه سیمه تیره اونۍ د شنبې په ورځ وسله‌والو طالبانو نیولې وه.

د ځانګړو عملیاتو د فرقې د مطبوعاتو دفتر په یو بیان کې ویلي، چې په دغې دره کې د افغان ځواکونو او د دولت وسله‌والو مخالفینو ترمنځ د مخامخ جګړو پر مهال، مخالفینو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

په بیان کې راغلي "د ۸ سرګروپانو په ګډون ۴۷ تنه وژل شوي، د دښمن له دیرشو څخه زیات جسدونه د جګړې په سیمه کې پاتې دي او لس تنه یې ټپيان شوي. لس میله بیلابیل ډوله وسلې په عملیاتو کې د شاملو ځواکونو لاس ته ورغي دي".

ځانګړو ځواکونو په بیان کې ویلي، چې په میرزا ولنګ دره کې یې، د دولت د وسله‌والو مخالفینو اته سنګرونه هم له منځه وړي دي.

سرپل کې سیمه‌ییزو چارواکو ادعا کړې، چې وسله‌والو طالبانو د میرزا ولنګ د درې له نیولو وروسته د دغې سیمې ۵۲ ملکي اوسیدونکي وژلي دي.

خو وسله‌والو طالبانو ویلي، چې په میرزا ولنګ کې یې ۲۸ تنه ولسي پاڅون‌کوونکي وژلي دي.

وسله‌والو طالبانو لا تر اوسه د افغان ځواکونو له خوا د میرزا ولنګ د بیرته نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG