پاکستان وايي ۷۰۰زره ناقانونه افغان کډوال دغه هېواد کې دي

دا وخت شاوخوا ٧ لکه افغان مهاجر په غیر قانوني توگه په پاکستان کې میشت دی او ١٣ لکه مهاجر داسې دي چې قانوني اسناد لري.

دغه خبره د پاکستان د سرحدي چارو وزیر عبدالقادر بلوچ د سه شنبې په ورځ په عمومۍ اسمبلۍ کې د افغان مهاجرینو د بیرته ستنیدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې کړیده. هغه وویل چې دا وخت ١٣ لکه او ٨٠ زره افغان مهاجر چې اسناد لري، د پاکستان په بیلا بیلو سیمو کې ژوند کوي.

ښاغلي بلوچ وویل چې زیاتره افغان مهاجر په پېښور،کوېټه، کوهاټ، نوښار، هريپور، صوابي، راولپنډي، چکوال، اټک، میانوالي، پشین، چاغي، لورالایي او په کراچۍ کې ژوند کوي.

ښاغلي بلوچ وویل چې د افغان مهاجرو د بیرته تگ پروسه د پاکستان، افغانستان او د ملگرو ملتونو د مهاجرینو لپاره د ادارې ( یو این ایچ سي آر) ترمنځ د یو تړون سره سمه ترسره کیږي. هغه زیاته کړه چې د دغې موافقې په اساس افغان مهاجرینو ته چې کوم اسناد ورکول شویدي، هغه به د دسمبر په اخیرنۍ نیټه ختم شي.

بلوچ زیاته کړه چې هغه افغان مهاجر چې بیرته افغانستان ته ستنیږي، د یو این ایچ سي آر اداره به ورسره مالي مرستې کوي خو چې کوم مهاجر قانونی اسناد نلري، د هغوي سره به مالي مرستې نه کیږي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان یو څو میاشتې مخکې په دغه ملک کې د میشتو هغو افغانانو د نومونو ثبتول پیل کړي دي چې اسناد نلري. پاکستاني چارواکي وایي چې تراوسه پورې یې د یو لک غیر قانوني افغانانو نومونه ثبت کړیدي.

د ملگرو ملتونو د مهاجرینو لپاره اداره وایي چې د ٢٠٠٢ کال نه واخله تر اوسه پورې شاوخوا ۴٣ لکه افغانان خپل وطن ته بیرته تللي دي.