د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د بې اسنادو افغان مهاجرو نوم لیکنه پیل شوې


په دې پروسې سره به په پاکستان کې د زیات شمیر افغانانو اوسیدنه تنظیم شي
په دې پروسې سره به په پاکستان کې د زیات شمیر افغانانو اوسیدنه تنظیم شي

د پاکستان حکومت د پنجشنبې په ورځ د هغو افغان مهاجرو ازمایشي نوم لیکنه پیل کړه چې په پاکستان کې پرته له اسنادو ژوند کوي. ددې پروگرام ازمایشي پړاو په اسلام آباد او پیښور کې پیل شو.

اوسمهال څه دپاسه یو نیم میلیون افغان مهاجر په پاکستان کې ثبت او راجستر شوي او په هغه هیواد کې یې د اوسیدنې موقتي کارتونه ترلاسه کړي دي. خو د ٦٠٠ زرو نه تر یو میلیون پورې نور افغان مهاجر پرته له اسنادو په پاکستان کې اوسیږي.

د ملگرو ملتونو د مهاجرو عالي کمیشنري د روانې اونۍ د ازمایشي ثبتولو د پروسې هرکلی کړی دی چې په ترڅ کې یې په پاکستان کې له شپږ سوه زرو څخه تر یو میلیون پورې افغانان ثبت او راجستر کیږي.

په دې سره به په پاکستان کې د زیات شمیر افغانانو اوسیدنه تنظیم شي چې سمدستي یې هیواد ته بیرته ستنیدل ممکن نه دي.

ددې پروگرام له مخې به په پاکستان کې اوسیدونکو افغانانو ته د افغانستان هویت پاڼې هم ویشل کیږي. د د موقتي اوسیدونې دغه کارتونه به بې سنده افغان مهاجر په پاکستان کې د ازار او زورنې، د اجباري بندي کیدو، توقیف او یا په زور بیرته استولو نه خلاص شي.

دغه نوښت به همداشان ډیرو اړو افغان کورنیو ته د مرستو د ترلاسه کولو زمینه هم برابره کړي چې تر اوسه یې قانوني هویت نه و څرگند.

د اسناد نه لرونکو افغان مهاجرو د ثبت او راجستر کولو پروسه د افغانستان او پاکستان د حکومتونو او د ملگرو ملتونو د کډوالو د ادارې ترمنځ د درې کلنو مذاکراتو نتیجه ده.

د ثبت دغه پروسه چې شپږ میاتې نیسي پنجشنبه د جولای په ٢٠ په اسلام آباد او پیښور کې په ازمایشي توگه پیل شوه. د پاکستان د نورو سیمو په پرتله په پیښور کې زیات شمیر سند نه لرونکي افغان مهاجر اوسیږي. دغه پروگرام به د اگست په ١٦ د پاکستان په ټولو ایالتونو کې پلی شي.

په دغه پروسه به د پاکستان د راجستر د ملي ادارې، د بهرنیو او سرحدي چارو وزارتونو او د افغانستان د مهاجرو چارو وزارت له خوا څارل کیږي او د مهاجرت نړیوال سازمان آی او ایم او همداشان د ملگرو ملتونو د کډوالو اداره به ورسره مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG