د سیاستوالو نه نیولې تر لوبغاړو د راشد خان بې سارې ستاینه

په ټولنیزو رسنیو کې د افغان لوبغاړو لمانځنه نوې خبره نده خو د افغانستان د ورو توپ اچونکي راشد خان د تیرې ورځې ستاینې بیا هیڅ ساری نلري. ټوله غوغا د هند غوره لیګ یا آی پي ایل د سیالیو په لړ کې د سنرایزر حیدرآباد او کلکته نایټ رایډرز د لوبډلو تر منځ د لوبې نه وروسته پیل شوه.

راشد خان پدې لوبې کې د خپلې لوبډلې لپاره داسې څه وکړل چې ګمان کیده د ځان سره یې پریکړه کړې چې په یوازې ځان به خپله لوبډله تر پای لوبې رسوي او همداسې وشول. پیل یې د توپ وهنې نه وکړ او یوازې په لسو توپونو یې ۳۴ منډې وکړلې. څلور شپږیزې او دوه څلوریزې ووهلې. کله یې چې د توپ اچونې نوبت راغی یو ځل بیا یې د سیالې لوبډلې غټ او مشهور لوبغاړي پداسې شکل وسوځول چې ټول ورته هک پک شول.

په څلورو اورونو کې پرې یوازې نولس منډې وشو او درې لوبغاړي یې وسوځول. د راشد خان د دې کارنامي د پای ته رسیدو نه سمدستي په هند کې خلکو په ټویټر کې ولیکل چې راشد ته دې د هند افتخاري تابعیت ورکړل شي. د شپې شاوخوا دولس بجې به وې خو د هند د بهرنیو چارو وزیره ویښه وه او د خلکو غږ یې واوریده.

" ستاسو ټول ټویټونه مې ولیدل خو د تابعیت مسله د کورنیو چارو وزارت کار دی."

د هند د بهرنیو چارو د وزیري د ټویټ نه څو شیبې وروسته جمهور رئیس محمد اشرف غني خپل ځواب ولیکه.

" راشد خان زمونږ ویاړ دی. د هند نه مننه چې هغه ته یې د خپلې وړتیا د ښودلو لپاره فرصت ورکړ. هغه د کرکټ د نړۍ لپاره یو سرمایه ده. مونږ یې چا ته نه ورکوو. "

د ښاغلي غني تر څنګ د افغانستان اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله او په واشنګټن، ډهلي، پاکستان، اسټرالیا، ایټالیا او نورو هیوادونو کې د افغانستان سفیرانو راشد خان وستایه او هغه یې د افغانستان "اصلي استازی" یاد کړ.

د کرکټ اوسني او پخواني مشهور لوبغاړي هم د راشد خان په ستاینې کې چوپ پاتې نشول. هغوي چې د کرکټ سره مینه لري، سچن ټنډولکر او شین وارن پیژني. دواړه یې د خپل وخت د نړۍ تر ټولو غوره لوبغاړي و. ټنډولکر په توپ وهنې او وارن په توپ اچونې.

سچن ټنډولکر په ټویټر کې ولیکل: راشد خان د نړۍ تر ټولو غوره ورو توپ اچونکی دی او نن یې په توپ وهنې کې هم خپل کمال وښود.

شین وارن بیا لیکلي: ډیر لوبغاړي مې ولیدل چې زما په شان (لیګ سپین) کوي خو راشد خان مې ویاړ دی.

د افغانستان د پخواني جمهور رئیس ډاکټر نجیب الله لور، هیله نجیب چې په هند کې اوسیږي، ویلي دي چې " د راشد خان په شان ورزشکاران دي چې د افغانستان نوم یې نیک کړی، دا کار سیاستوالو ندی کړی. "

د هند د سینما مشهورو ستورو، خبریالانو او چاراکو هم د راشد خان سره بې سارې مینه ښودلې. ځوان هنرمند ورون دوان لیکلي دي چې " راشد خان په ریښتیني توګه د افغانستان د سپورت استازی دی"

د هند د کرکټ یو بل لوبغاړي عرفان پټان چې ورور یې یوسف پټان د راشد خان سره په یوې لوبډلې کې لوبه کوي، لیکلي دي چې راشد خان ثابته کړله چې د "تیږې نه هم اوبه ایستل کیدی شي"

راشد خان پخپلې وړتیا وکولی شو چې د سنرایزر حیدرآباد لوډله د سږ کال آی پي ایل د سیالیو پای لوبې ته ورسوي. د حیدرآباد لوبډله سبا (یکشنبې د مې 27 مه) د چنای سوپر کنګز د لوبډلې سره سیالي کوي.