د افغانستان د قبایلو شورا د پاکستان د پارلمان پریکړه وغندله

د قبایلو پدې شورا کې د قبایلي سیمو د اووه ایجنسیو استازي غړیتوب لري

په افغانستان کې د قبایلو سرتاسري شورا وايي‌، د پاکستان د پارلمان هغه پرېکړه چې له مخې به یې قبایلي سیمې له خیبر پښتونخوا سره ګډیږي، دوئ ته د منلو وړ نه ده.

د دغه شورا مشرانو، چې د قبایلي سیمو د اوو ایجنسیو استازي لري، د سه شنبې (می۲۸) په ورځ په کابل کې مطبوعاتو ته وویل که ملګري ملتونه او د افغانستان حکومت د پاکستان د دې پرېکړه مخنیوی ونه کړي نو دوئ به په پراخو پاڅونونو لاس پورې کړي.

دغه مشرانو وویل که پاکستان په قبایلي سیمو کې امن غواړي باید له هغو سیمو خپل پوځونه وباسي، او د ترهګرو هغه مرکزونه له منځه یوسي چې د دوئ د پوځ او استخباراتو په ملاتړ جوړ شوي دي.

فاټا - د فدرال تر ولکې لاندې ساحې ته ویل کیدل چې اوس د خیبرایالت سره یوځای کیږي

د قبایلو سرتاسري شورا د پاکستان د پارلمان له خوا په خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو د ګډولو پرېکړه غندي او وايي که پاکستان په رښتینې توګه غواړي چې په قبایلي سیمو کې امن راشي باید له هغه ځایه خپل پوځ وباسي‫. ددغه شورا مشرانو چې د قبایلي سیمو د اوو ایجنسیو قبایلي استازي دي نن په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې په قبایلي سیمو کې مېشت قومي مشران د پاکستان پوځ له ویرې د دې پرېکړه خلاف ږغ نه شي پورته کولای‫.

د افغان قبایلو د شورا مشر زرجان شینواري د سه شنبې (می۲۹) په ورځ وویل د ۱۹۴۷ کال راهیسې د پاکستان حکومت د ډیورند کرښې ته د ځان رسولو او تر واک لاندې دقبایلي سیمو د را وستو هڅې کولې او تیره پنجشنبه دپارلمان لخوا په داسې حال کې له خیبربښتونخوا سره د قبایلو د یو ځای کیدو طرحه يي تائید کړه چې له ۱۲ قبایلي مشرانو څخه، ۷ تنه يي حاضر نه وو.

په پاکستان کې دننه هم ګڼ شمیر قبایلو د پاکستان د پارلمان ددغه اقدام خلاف لویې مظاهرې کړي. پاکستاني قانون پوهان وايي د پاکستان ولسمشر ممنون حسین د دوشنبې (می۲۸) په ورځ یو داسې نوی قانون لاسلیک کړ چې په نتیجه کې ېی یوازی د اېف سي ار(FCR) نوم بدل شوې. دغه قانون ته د (فاټا عارضي انتظامي رېگولېشن ٢٠١٨) نوم ورکړل شوې دې. د مسودې ترمخه د عارضي قانون موده به یوازی یوکال وي.

د فاټا سیمې اوسیدونکو په اسلام اباد کې د پارلمان د پریکړې ضد مظاهره کړې وه

د افغانستان حکومت وایي په قبایلي سیمو کې د استعمار د وخت زاړه او غیر انساني سیستم د حاکمیت په درک سره په یو اړخیزه توګه د قبایلي سیمو د خودمختارۍ د سلبولو پرېکړه چې د دغو سیمو د ولسونو اراده او د افغانستان حکومت مشوره په کې شامله نه وي، د ستونزې حل نه بولي.

ارګ په رسمي اعلامیه کې د غبرګولې په پنځمه وویل چې د پاکستان پارلمان په داسې شرایطو کې خیبر پښتونخوا ایالت سره د قبایلي سیمو د انضمام پرېکړه کړې ده چې په دغو سیمو پوځي وضعیت حاکم دی؛ د قبایلو سیمو په اړه هره پرېکړه باید په آرام وضعیت کې د ځايي خلکو د ولسي اجماع په رڼا کې وشي، او دا اقدام يي د بریتانوي هند او افغانستان ترمنځ په (۱۹۲۱) میلادي کال کې د شویو هوکړو خلاف عمل بللی دی.

بل خوا افغان سیاستوال او د پخواني ولسمشر حامدکرزي د دفتر رئيس کریم خرم وايي د پاکستان د پارلمان دغه پرېکړه افغانانو ته د منلو وړ نه ده او د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د ترهرګرۍ پالل او د ترهګرۍ ضد په نوم جګړه د پاکستاني پوځ د واک لپاره ساتل شوې.

Your browser doesn’t support HTML5

قبایل

قبایلي مشران وايي‌ پاکستان باید د قبایلي سیمو د برخلیک په اړه تر هرې پریکړې وړاندې له قبایلو او افغان حکومت سره سلا مشوره وکړي.