کارپوهان: پاکستان د افغانستان سره اړیکو سمولو ته اړ دی

په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر شهر یار خان افریدي سره په ملاقات کې د دواړو هیوادونو د اړیکو د ښه کولو په اهمیت ټینگار کړیدی.

په پاکستان کې د سیاسي چارو کارپوهان وایي چې دا د پاکستان په گټه ده چې د افغانستان سره خپلې سمې کړي.

د پاکستان جیو ټلویژن د دواړو مشرانو د ملاقات په اړه ویلي ښاغلي افریدي د دواړو ملکونو ترمنځ د باور رامنځته کیده ضروري بللې دي او ویلي یې دي چې دا یې د دواړو ملکونو د ولس په گټه دي.

ښاغلي زاخیلوال وویل چې دواړه هیوادونه کلتوري او تاریخي اړیکې لري او د سیمې لپاره د دواړو ترمنځ باور او تفاهم ضروري دی.

د دواړو ملکونو لوړپوړو چارواکو پداسې وخت کې ملاقات کړیدی چې په پاکستان کې نوی حکومت وایي د افغانستان سره د ښو اړیکو هیله لري.

د پېښور په پوهنتون کې پروفیسر محمد الیاس خان امریکا غږ ته وویل پاکستان د افغانستان سره اړیکو سمولو ته اړ دی. هغه وویل عمران خان د صدراعظم په توګه د راتگ سره د افغانستان لپاره د ډیرو ښه احساساتو اظهار کړیدی چې دې پخپله په پاکستان کې دننه خلک حیران کړیدی. هغه وویل "د عمران خان په دومره څرگنده ټکو د افغانستان د خلکو د حقونو لپاره غږ پورته کول یو ډیر ښه عمل دی، خلک که دیته هر ډول رنگ ورکړي خو دا د اساسي حقونو خبري دي او دا به اړیکې د سمون خوا ته بیایي."

پاکستان کې د سیاسي چارو کارپوه او لیکواله مونا نصیر امریکاغږ ته وویل چې اوس مهال پاکستان دیته اړ دی چې د افغانستان سره خپلې اړیکې ورغوي ځکه امریکا غواړي د پاکستان سره خپلې اړیکې په افغانستان کې د وضغیت په اساس وساتي. خو هغه دا هم وایي "په سیمې کې حالاتو کې بدلون لیدل کیږي او پاکستان د خپل اقتصاد په اړه اندیښمن شویدی "

مونا نصیر وایي چې د پاکستان حکومت آي ایم ایف ته ضرورت لري او لدی کبله امریکا ته مجبور دی. هغه وایي چې پاکستان به ضرور کوښښ کوي چې د افغانستان په اړه خپله تگلاره بدله کړي.