د کندهار چارواکو په میوند کې د ۱۷طالب وسله‌والو د وژلو ادعا کړې

د کندهار امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د میوند ولسوالۍ په بند تیمور سیمه کې د قاطع ملاتړ ځواکونو په هوايي بریدونو کې د وسله والو طالبانو یو لوی مرکز له منځه وړل شوی دی.

د میوند ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونمل حاجي‌ لالا د چهارشنبې په ورځ امریکا ږغ ته وویل چې په دغه هوايي بریدونو کې ۱۷وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د له تېرې ورځې راپدېخوا یې په یاده سیمه کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف د میوند، ژړۍ او پنجوايي ولسوالیو ګډو امنیتي قواوو عملیات پیل کړي و چې تېره شپه پای ته ورسېدل.

حاجي لالا وویل:

"د بند تیمور په اختري او چولاوک سیمو کې چې د مخالفینو لوی مرکزونه پکښي و له منځه تللي، د بهرنیو ځواکونو چورلکو اته بریدونه وکړل، او زموږ ګډ عملیات چې تېر ماسختن پای ته ورسېدل، په ترڅ کې ۱۷ وسله وال وژل شوي اووه یې ټپیان دي شپاړس موټرسیکلان او ۳۶میله سپکې او درنې وسلې چې په یوه ډاتسن موټر کې بارو له منځه تللي."

نوموړي زیاته کړه چې تر عملیاتو وروسته په سیمه کې د وسله والو طالبانو د فعالیتونو د مخینوي په هدف امنیتي پوستې ځای پر ځای شوي دي.

میوند د کندهار له نا امنیه ولسوالیو څخه بلل کېږي چې د چارواکو په وینا د هلمند له شمالي ولسوالیو سنګین او موسی کلا سره د طالبانو د تګ راتګ لارې ورڅخه تېرې شوي.

دا د کندهار د مخکني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق تر مرګ وروسته د وسله والو طالبانو پر ضد پراخ پوځي عملیات بلل کېږي.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.