د سولې شورا پلاوی سبا مسکو ته ځي

د افغانستان د سولې عالي شورا یو څلور کسیز پلاوی د افغان سولې په اړه د مسکو جوړېدونکې ناسته کې د ګډون په هدف سبا روسیې ته ځي.

د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري د چهارشنبې په ورځ د«لړم پر۱۶» په کابل کې د یوې مطبوعاتي ناستې پرمهال وویل چې یاد پلاوی د افغانستان په استازیتوب ګډون کوي.

نوموړي زیاته کړه:

سید احسان طاهري

"په دغه ناسته د سولې د عالي شورا د مرستیال حاجي دین په مشرۍ د شورا نور غړي حبیبه سرابي، عطاالرحمن سلیم او عبدالخبیر اوچقون ګډون کوي."

ښاغلي طاهري په دغه ناسته کې د طالب استازو ګډون وستایه او زیاته یې کړه دا لومړی ځل دی چې د نورو هېوادونو د استازو ترڅنګ د سولې شورای پلاوی په مسکو غونډه کې له طالب استازو سره ګوري.

تر دې وړاندې وسله والو طالبانو رویټرز اژانس ته ویلي وو چې د دوی یو پنځه کسیزه پلاوی د مسکو په غونډه کې ګډون کوي.

ټاکل شوې په مسکو کې د افغان سولې په اړه غونډه د نومبر پر نهمه د راتلونکې جمعې په ورځ تر سره شي.

ټاکل شوې وه چې د مسکو ناسته دوه میاشتې وړاندې په سپټمبر میاشت کې جوړه شي، خو د افغان حکومت په غوښتنه وځنډېدله.

روسیې مخکې ویلي وو چې په دغه غونډه کې پر طالب استازو سربېره د افغانستان، امریکا، ایران، پاکستان او چین په ګډون لسو هېوادونو ته د ګډون برلنه ورکړې ده.

د امریکا متحده ایالاتو لا مخکې ویلي و چې دغې غونډې ته خپل استازي نه لېږي.

د لړم پر اتمه نېته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي‌ امریکا ږغ ته ویلي و چې افغان حکومت لا هم د مسکو غونډې پر څرنګوالي، نېټې او نورو جزئیاتو له روسي چارواکو سره کومې موافقې ته نه دی رسېدلی.

هغه ویلي و چې افغانستان خپلې پرېکړې خپله کوي او د افغان حکومت له مشرۍ او ګډون پرته د سولې په اړه دا ډول غونډې نتیجه نه ورکوي.

ویل کېږي روسیې په دغه ناسته کې یو شمېر افغان سیاستوالو ته هم د ګډون بلنه ورکړې ده.