ولسي جرګه د افغان حکومت پنځه وزیران استیضاح کوي

د افغانستان ولسي جرګې له اویا سلنې څخه د کمې بودجې د مصرفولو له امله د افغان حکومت د پنځو وزیرانو د استیضاح کولو لړۍ پيل کړې ده.

د عدلیې، له مخدره موادو سره د مبارزې، ټرانسپورټ، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او فواید عامې هغه وزیران د چې د ولسي جرګې په وینا نه دي توانېدلي چې د ۱۳۹۶ کال له اویا سلنې څخه زیاته پراختیايي بودجه مصرف کړي.

د ولسي جرګې د منشي په وینا د هغو وزیرانو لپاره به چې اویا سلنه پراختیايي بودجه یې نوي مصرف کړې صندقونه کېښودل شي.

د ولسي جرګې منشي عرفان الله عرفان د شنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل چې د ولسي جرګې د فواید عامې، عدلیې، له مخدره موادو سره د مبارزې، ټرانسپورټ او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیرانو د استیضاح کولو بهیر پیل کړی.

نوموړي زیاته کړه که چېري یاد وزیران د ولسي جرګې قناعت تر لاسه نه کړي له دندو څخه به سلب صلاحیت شي.

ښاغلي عرفان وویل چې ټاکل شوې څلور نور سرپرست وزیران هم د کمې بودجې د مصرف له امله استجواب کړي.

ولسي جرګې د شنبې په ورځ په خپلې عمومي جلسه کې د فواید عامې د وزیر یما یاري لپاره صندقونه کېښودل، خو نوموړی وتوانېد چې د رایو په تر لاسه کولو سره پر خپل ځای پای ته شي.

د ولسي جرګې په عمومي جلسه کې ۶۶ تنه وکیلان حاضر و چې ښاغلي یاري ۶۰ تائید ۵ رد او یوه سپینه رایه واخیستل چې پر خپلې دندې پاته شو.