صالح: ټول منسوبین دې د سولې په اړه له نظر څرګندولو ډډه وکړي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پولیسو ته د نوو سپارښتنو په دوام د یکشنبې په ورځ په یوه بله تازه سپارښتنه کې ویلي چې پولیس تر دې وروسته د سولې په اړه له نظر څرګندولو او تبصرې کولو څخه ډډه وکړي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند نجیب دانش پر فېسبوک پاڼه د دغه وزارت په خپور شوي بیان کې راغلي چې د سولې په اړه خبرې کول د دولت صلاحیت دی نه د امنیتي ځواکونو.

د کورنیو چارو وزارت رهبرۍ ویلي چې د پولیسو صلاحیتونه مشخص دي او ویلې دي چې دا ډول بحثونه د کورنیو چارو وزارت پر جوړښت، اهدافو او پراختیايي پروګرامونو باندې هېڅ تاثیر نه کوي.

په دغه بیان کې د کورنیو چارو د سرپرست وزیر امرالله صالح له قوله ویل شوي چې د افغانستان د بهرني سیاست په اړه بحثونه د کورنیو چارو وزارت له صلاحیتونو څخه نه دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د پولیسو دندې معلومې دي

یاد بیان زیاتوي: "د کورنیو چارو وزارت ټولو پولیسو او منسوبینو ته لارښوونه شوې چې د افغانستان د بهرني سیاست په اړه د نظر له څرګندولو څخه ډډه وکړي، د افغانستان د بهرني سیاست په اړه بحثونه کول د کورنیو چارو وزارت له صلاحیتونو څخه نه دي."

د افغانستان د کورنیو چارو د سرپرست وزیر په توګه امرالله صالح تر ټاکل کېدو وروسته د اصلاحاتو په هدف دغه سپارښتنې پولیسو ته کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت تېره اونۍ هم پخپلو لومړنیو سپارښتنو کې پولیسو ته امر کړی و چې په ټولنیزو او نورو رسنیو کې د نظر له څرګندولو څخه ډډه وکړي.

دغه وزارت تېره ورځ هم پولیسو ته امر کړی و چې د ادارې او د جاسوسۍ ضد څانګو له خبرتیا پرته بهرنیو سفارتونو او نمایندګیو ته لاړ نشي.

د کورنیو چارو وزارت پر منسوبینو نوي محدودیتونه لګول شوي

د کورنیو چارو وزارت په کارکوونکو نوي بندیزونه

د کورنیو چارو وزارت په اعلامې کې د سفارتونو د ساتنې له کنډک نه غوښتي و چې سفارتونو ته د دغه وزارت د منسوبینو او پولیسو د ورتګ په صورت کې دې وزارت ته خبر ورکړي.

افغان پولیس

په اعلامیه کې راغلي چې د سرغړونکو سره به "د جاسوسۍ لپاره د هڅې په تور" جدي چلند وشي.