ولسي جرګې غړي: غني او عبدالله باید پر ملي چارو یوه خولي‌ اوسي

د ولسي جرګې ځینې غړي په ملي مسائلو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ او د اجرائيه ریاست ترمنځ د یووالي غوښتنه کوي او وايي، چې په ملي مسائلو کې نه باید د ګاونډیو هیوادونو ګټې تر خپلو ملي ګټو پورته وګڼل شوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو تر وزیر وروسته تېره ورځ د افغانستان د ملي یووالي حکومت د اجرائیه ریاست ویاند هم د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه د افغان ولسمشر ټوېټ د پاکستان په کورنیو چارو کې د لاس وهنې په معنا وباله.

ولسمشر غني د تېرې پنجشنبې په ورځ په یوه ټوېټ کې په خیبر پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړو د پاکستان حکومت لخوا د تاوتریخوالې ډک چلند باندې اندېښنه شوولې وه.

د ملي یووالي حکومت د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي تېره ورځ له طلوع نیوز خصوصي ټلوېزیون سره مرکه ویلي چې دا ډول مسائل باید د افغانستان لپاره په لومړیتوبونو کې نه وي ځکه افغانستان خپله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

پر همدې مهال د افغانستان د ولسي جرګې د بهرنیو چارو کمېسیون غړي بیا وايي د ملي یووالي حکومت مشرانو ته پکار دي چې د ملي مسائلو په اړه یو واحد نظر ولري.

د ولسي جرګې د بهرنیو چارو کمېسیون غړې ارین یون د یکشنبې په ورځ د «سلواغې پر۲۱مه» امریکا غږ ته وویل چې د ملي‌ یووالي حکومت له پیل نه تر دامهاله د ارګ او سپیدار ترمنځ اختلافاتو افغانستان د ناورین لور ته وړی دی.

اغلې یون زیاته کړه:"موږ ولسونو تل دا نظر لاره چې په افغانستان کې یو مرکزي حکومت وي، مرکزي ټکی باید یو اوسي قدرت باید د یو کس لخوا مخې ته یووړل شي... که چیري دغه وضعیت دوام وکړي افغانستان نور هم د ستونزو خواته وړي ولسمشر به یو نظر ورکوي اجرائیه ریاست به بل نظر ورکوي، چې فکر کوم د افغانستان د راتلونکو لپاره به یې پایلې ښه نه وي."

د افغانستان د ولسي جرګې د بهرنیو چارو کمېسیون یو بل غړی هم وايي، چې د ولسمشر غني لخوا په پاکستان کې د یو مظلوم غورځنګ او مظلوم قام په وړاندې اندېښنه ښوول د هغه هېواد په چارو کې د مداخلې په معنا نه ده.

نادر خان کټوازي امریکا غږ ته وویل"دا ملي ګټو ته په سپکه سترګه کتل دي،دوی باید هر هغه څوک چې د افغانستان حکومت له ادرسه خبرې کوي د هېواد ملي ګټې په نظر کې ونیسي او د هغه په تعریف باندې ځان پوه کړي او د یوه هېواد په چارو کې د مداخلې په تعریف باندې ځان پوه کړي."

پر همدې مهال د پوهنتون استاد او څېړونکی نجیب الله ازاد هم په ملي مسايلو کې د ارګ او اجرائیه ریاست تر منځ د نظر پر نه یووالي اندېښنه ښيي.

نوموړي زیاته کړه ټول هغه هېوادونه چې د ملګرو متلونو د بشري‌ حقونو د نړیوال کنوانسیون ترڅنګ د دغه سازمان د نورو کمېسیونونو غړيتوب ولري ولسمشران یې دا حق لري چې د یو لوی قوم په وړاندې د نورو دولتونو تاوتریخوالی وغندي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو نړیوال سازمان هم په دې وروستیو کې په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعالینو په وړاندې د پاکستان حکومت له تاوتریخواله ډک چلند باندې اندېښنه ښوولې وه.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د کورنیو چارو پخواني‌ وزیر او په راتلونکو ټاکنو د ولسمشر غني‌ لومړي مرستیال امرالله صالح هم په خیبر پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو په اړه دولسمشر غني‌ له ټوېټ څخه ملاتړ کړی و.