هند: په بالاکوټ کې یو پاکستانی هم نه دی وژل شوی

د بهارتیا جنتا گوند ځینو غړیو د وژل شوو ترهگرو شمیر تر ۴٠٠ پورې بللې و

د هند د بهرنو چارو وزیرې سشما سوراج د پاکستان په یوې سیمې بالاکوټ د هندي ځواکونو لخوا د هوایي برید په اړه ویلي دي چې په دغه کې یو پاکستانی پوځي او یا ملکي نه دی وژل شوی.

اغلې سشما سوراج ویلي دي چې هندي عسکرو ته ډیر واضح هدایات ورکړل شوي وو چې هغوي دې د جیش محمد ډلې روزنځایونه په نښه کړي ځکه هغوي په هندي عسکرو د مرگاني برید مسولیت منلی و او دا ورته هم ویل شوي و چې په حمله کې دې پاکستاني پوځیانو او ملکیانو ته هیڅ ډول ځاني تاوان و نه رسول شي.

د هند د بهرنو چارو وزرات د پاکستان په بالاکوټ سیمې د برید نه وروسته ادعا کړي وه چې په دغه برید کې یې په لسگونو ترهگر وژلي دي.

د بهارتیا جنتا گوند ځینو غړیو د وژل شوو ترهگرو شمیر تر ۴٠٠ پورې بللې و، خو پاکستان دغه ادعاگانې رد کړې وی.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور د هند د بهرنو چارو د وزیرې د بیان نه وروسته په خپل ټویټر ولیکل چې "بالاخره ریښتیا په ډاگه شوه" او زیاته یې کړه چې هند دې اوس د ٢٠١٦ کال د ستراتیجک برید په اړه هم ریښتیا ووایي.

د هند په حکومت مخالفه گوندونو لدې کبله نیوکې کولی چې هغوي په پاکستان کې د برید نه وروسته د وژل شوو ترهگرو په اړه شواهد نه و وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده چې سشما سوراج پداسې وخت کې دغه څرگندونې کړیدي چې په هند کې انتخابات روان دي.