محب: داعش په افغانستان کې ستراتیژیک تهدید نه دی

حمدالله محب د افغانستان د ملي امنیت مشاور دی

حمدالله محب وایي افغان حکومت تراوسه په یقین نشي ویلی چې د واده په هوټل به داعش برید کړی اوسي. د محب په باور دا ډول حمله به کیدلی شي د حقاني شبکې کار وي.

د راپورونو له مخې د داعش اکثریت فعالیت د افغانستان په ختیځ کې دی.

که څه هم د داعش پورې اړوند یو شمیر تسلیم شوي جنګیالي وایي چې په افغانستان کې د داعش په نوم ډله د پردو او پیسو دپاره جنګیږي، خو دغې ډلې د اګست په ۱۷ په کابل کې د واده په یو هوټل کې د چاودنې مسؤلیت واخیست چې تر اتیا زیات ملکي خلک پکې ووژل شوو او تر سلو زیات زخمیان شوو.

حمدالله محب چې د پنجشنبې اګست ۲۲ يي اشناتلویزیون سره ځانګړې مرکه وکړه، وی ویل د داعش وسله وال نه د افغان طالبانو سره ارتباط لري او نه د افغانستان د فرهنګ سره او د افغانستان د حکومت تر سخت فشار لاندې نیول شوي دي.

د ښاغلي محب په باور په افغانستان کې ترهګري مروج کول د لمړۍ ورځې د طالبانو کار دی او کوم وضعیت چې طالبانو رامنځ ته کړې ددی سبب شوی چې نور بهرني تروریستي ګروپونه لدې فرصته استفاده او فعالیت وکړي.

د محب په وینا داعشیان افغاني انګیزه نلري او که افغانستان کې پیدا کیږي نو هدف به يي ځانته د پټ ځای موندل وي.

د ښاغلي محب پوره مرکه دلته لیدی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

حمدالله محب سره مرکه