افغانستان کې بشري حقونه او بحران؛ د ناروې د خبرو د  اجنډا مهمې برخې

ملګري ملتونه د افغانستان سره د مرستو لپاره ۴.۴ میلیارد ډالر غواړي

نن یکشنبه جنوري ۲۳ (سلواغه درېیمه)‌ په ناروې کې د طالب استازو، لویدیځ د یو شمېر مشرانو او مدني ټولنو د استازو ترمنځ خبرې کیږي چې په افغانستان کې د بشري حقونو په موضوع او په روان بشري بحران او د بشري مرستو رسولو مسایل یې د اجنډا په سر کې دي.

د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ نېټه د واک له ترلاسه کولو وروسته دا لومړی ځل دی چې طالبان په اوسلو کې د ناروې، امریکا د متحدو ایالتونو، فرانسې، بریتانیا، جرمني، ایټالیا او اروپايي ټولنې له استازو سره ګوري او خبرې کوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست امیر خان متقي د طالبانو د پلاوي مشر دی.

د خبرو اجنډا

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو استازي ویلي دي چې د ځینو نور مسائیلو تر څنګ به د یو سیاسي ځواب ویونکي تشکیل په اړه هم خبرې کیږي.

هغه ویلي‌ دي چې «د یو استازي سیاسي سیستم جوړول، عاجلو بشري مرستو او اقتصادي بحران ته ځواب ویل، امنیت او د ترهګرۍ سره د مبارزې اندېښنې، بشري حقونه او په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د تعلیم مسائیل» به په اجنډا کې وي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي هیله لري‌ چې دا خبرې به «یو سوله ایز حالت ته د جګړې فضا» په بدلولو کې مرسته وکړي.

د ناروی د بهرنیو چارو وزیر انیکن هیوتفیلډ بیا ویلي‌ دي: «دا خبرې طالبانو ته کوم مشروعیت نه ورکوي او نه یې پېژندنه» ده. هغه ویلي دي چې په افغانستان کې باید سیاسي وضعیت همداسې پرېنښودل شي‌ چې بشري بحران نور هم خراب کړي.

د طالبانو حکومت لا هېڅ یو هېواد په رسمیت پېژندلی نه دی.

بشري بحران او مرستې

د افغانستان د مخکني حکومت شاوخوا ۸۰سلنه بودیجه په نړیوالو مرستو تکیه وه، خو د طالبانو له راتګ وروسته دامرستې بندې شوې او د افغانستان ۹.۵ میلیارد ډالر پانګه او شتمنۍ هم ګنګل شوې.

په افغانستان کې بیکاري زیاته شوې او ملکي مامورنیو ته له څو میاشتو راهېسې معاشونه ورکړل شوي ‌نه دي.

د ملګرو متلونو د معلوماتو په اساس دا مهال په افغانستان کې ۲۳ میلیون خلک د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي او ملګري ملتونه ۴.۴ میلیارد ډالر مرسته غواړي چې سږکال د بې وزلو افغانانو غم وخوري.

د ملګرو ملتونو عومي مشر انتوني ګوتېرش ویلي وو چې دا به یوه تېروتنه وي چې د طالبانو د خراب چال چلند له کبله د افغانستان خلکو ته سزا ورکړل شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي کای ایده د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي: «موږ د طالبانو د مخنیوي لپاره د مرستو اېشل روان نشو ساتلی. که غواړئ‌ اغیزناک واوسئ، باید په یو وډول نه حکومت دخیل کړئ.»

طالبانو سره د ښځو او مدنې ټولنو خبرې

د اوسلو خبرې په لومړۍ ورځ د بندو دروازو تر شا وشوې. ټاکل شوې وه چې طالبان به د مدني ټولنې له استاز، خبریالانو او ښځو له نمایندګانو سره خبرې وکړې.

د افغانستان د مخکني حکومت د معادنو وزیره نرګس نهان وايي چې هغې ته هم بلنه ورکړل شوې وه چې په دې خبرو ګډون وکړي،‌ خو بلنه یې رد کړه.

هغې د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې اندېښنه لري دا خبرې «به طالبان عادي او غښتلي کړي، خو د هغوی د تغیر هېڅ امکان نشته.»

نوموړې وویل چې په تېرو دریو کلونو کې په خبرو کې چې طالبانو څه غوښتل له نړیوالې ټولنې او افغانانو څخه یې ترلاسه کوي‌ خو په بدل کې بیا، د هغې په خبره، طالبانو یو کار هم نه دی کړی.

د افغانستان د ستراتېژیکو مطالعاتو مشر داود مرادیان چې اوس له هېواد څخه دباندې اوسیږي د ناورې په حکومت انتقاد کړی چې طالبانو ته یې دا ډول غونډه برابره کړې ده.

هغه وايي: «په یو داسې هېواد کې چې د ښځو حقونه ورته ارزښت لري، د طالبانو د یو لوړ پوړي چارواکي کوربتوب د ناروې د نړیوال تصویر په اړه شک پیدا کوي. طالبانو په اغیزناک ډول جنسیتي‌ توپیر بنسټیز کړی.»

ناروې تر دې مخکې په منځني ختیځ، سریلانکا، کولمبیا او ځینو نورو سیمو کې د تاوتریخوالي په چارو کې د منځګړتوب مخینه لري.