د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، ویلي چې د افغانستان لپاره د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د افغان ښځو او نجونو غږ اوچتوي.
ښاغلي بلینکن د افغانستان لپاره د بښځو او بشري حقونو په چارو کې د ځانګړې استازې په توګه د میرمن امیري په نوم د ټویټر د یو حساب د پرانستلو وروسته د ټویټر په یو پیغام کې لیکلي: "ځانګړې استازې امیري پداسې حال کې چې په افغانستان کې د بشري حقونو د پرمختګ په برخه کې کار کوي، د افغان ښځو او نجونو غږ به په بشپړه تنوع سره اوچت کړي."
Join me in welcoming @SE_AfghanWGH Amiri to Twitter. Special Envoy Amiri will amplify the voices of Afghan women and girls, in all their diversity, as she works to advance human rights in Afghanistan.
— Secretary Antony Blinken (@SecBlinken) January 26, 2022
رینا امیري چې د افغانستان لپاره د اوسلو په غونډه کې یې د امریکایي پلاوي په چوکاټ کې ګډون کړی و په یو ټویټري پیغام کې لیکلي، چې د طالبانو پلاوي ته یې په افغانستان کې د نیول شویو ښځینه فعالانو پر خوشې کیدو ټینګار کړی دی.
میرمن امیري لیکلي: "په اوسلو کې یې د تمنا پریاني، پروانه ابراهیم خیل، عالیه عزیزي او نورو په سمدستي خوشې کیدو ټینګار کړی دی. په اعتراض کوونکو یرغل او د هغوی نیونې باید بندې شي. د افغان ښځو د غږ په اوچتولو سره مو د زده کړو، کار او بشري حقونو په برخه کې پر جدي اقداماتو ټینګار وکړ."
In Oslo, @US4AfghanPeace & I pressed for immediate release of Tamana Parwani, Parwana Ibrahimkhel, Alia Azizi & others. Raids & arrests of protesters need to end. Echoing demands of #AfghanWomen, we pushed for concrete action on education, employment & human rights.
— U.S. Special Envoy Rina Amiri (@SE_AfghanWGH) January 26, 2022
په افغانستان کې د ښځو د حقونو د دفاع فعالانو ویلي تیره اونۍ چې دوو ښځینه فعالانو تمنا زریاب پریاني او پروانه ابراهیمخیل، د طالبانو پر ضد مظاهرو کې ګډون کړی و، په کابل کې د خپلو کورونو څخه نیول شوي دي. طالبانو ویلي دي چې ددغو دوو ښځینه فعالانو په نیولو او بې درکه کیدو کې لاس نلري.
میرمن پریاني، تیره اونۍ پداسې حال کې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویدیو خپره کړه چې چغې یې وهلې او ویل یې چې طالبلان یې د دروازې شا ته راغلي دي.
سره له دې چې ددغو ښځینه فعالانو د نیولو په اړه حتا په ناروی کې د طالبالنو سره د مدني فعالانو په غونډه کې بحث وشو، تر اوسه نده څرګنده شوې چې هغوی په څه حال کې او چیرته دي.
د ښځو د حقونو فعالې هدا خاموش، چې په اوسلو کې یې د یکشنبې په غونډه کې ګډون کړی و، د پریاني او ابراهیمخیل تصویرونه اوچت کړل او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست څخه یې وغوښتل چې په هماغه شیبه کابل ته زنګ ووهي او ددغو دوو ښځو خلاصون وغواړي. رپوټونه وایي چې ښاغلي متکې هم هماغه شیبه کابل ته زنګ وواهه.
له دې دمخه د بخښنې نړیوال سازمان او یوناما هم د پریاني او ابراهیمخیل د نیولو او بې درکه کیدو په هکله خپله اندیښنه څرګنده کړې او د طالبالنو له مقاماتو څخه یې غوښتي چې پدې اړه وضاحت ورکړي.