د کابل ښار د ملالۍ زیږنتون د رئیسې په توګه د ډاکټر ملالۍ فیضي د ګومارنې خبر نن سبا په ټولنیزو رسنیو کې ډیر ځلې لاس په لاس شوی دی.
سره له دې چې له کلونو راهیسې د زیږنتونونو ریاست د میرمنو په لاس کې پاتې شوی خو دا په تیرو شپږو میاشتو کې لومړی ځل دی چې د طالبانو حکومت یوه میرمن په دومره لوړې څوکې کې ګوماري.
طالبانو په افغانستان کې واک ته تر رسیدو وروسته د ټولنې د نورو برخو په ګډون په ځانګړې توګه په میرمنو داسې محدودیتونه وضع کړي چې په افغانستان او نړۍ کې د سیاستوالو او د بشر د حقونو فعالانو د اندیښنې وړ ګرځیدلي.
د افغانستان په ډیرو برخو کې لا هم د نجونو لپاره لیسې او متوسطه ښوونځي بند دي او میرمنې یوازې د روغتیا په سکتور او ځینې نورو برخو کې د کار کولو اجازه لري.
سره له دې چې د میرمنو د حقونو په برخه کې د طالبانو چلند په کورنۍ او نړیواله کچه غندل شوی، ځینو افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې د میرمن فیضي له ګمارنې هرکلی کړی دی.
د میدان وردک پخوانۍ ښاروالې، ظریفه غفاري په خپل ټویټر کې لیکلي چې سره له دې چې د ښځو پورې اړوند روغتون ریاست باید د ښځې په لاس کې وي، خو بیا هم د میرمن ملالۍ په ګومارنې سره ډیر عالي احساس لري ځکه چې میرمن غفاري په وینا دا لومړۍ میرمن ده چې د طالبانو لخوا د یوې ادارې ریاست لپاره ګومارل کیږي.
Dr. Malali Faizi has been announced as the Head of Malali Gynecology Hospital. While it’s a female focused hospital so the head of it needs to be a female Dr. still, I felt great by hearing this news.Dr Malalai is the first female head of an office announced by Talib Government. pic.twitter.com/FMDt2sdhPR
— Zarifa Ghafari (@Zarifa_Ghafari) January 31, 2022
د تویټر یو بل کاروونکي سنګر پيکار لیکلي چې د ریاست څوکې کې د میرمن فیضي ګومارنې ته د مسلکي کسانو د تقرر او ټولشموله ادارې رامنځته کیدو په لار د لومړي ګام په سترګه باید وکتل شي.
Dr Malalai Faizi is appointed by the Afghan ministry of public health, as the director of Malalai Hospital in Kabul. The hospital is specialised in female health care services. Appointment of Dr Faizi is seen a sign of growing inclusivity and professionalism under new government. pic.twitter.com/xFVqoQUpTG
— Sangar | سنګر پیکار (@paykhar) January 31, 2022
افغان خبریال، مختار وفایي د طالبانو لخوا دغه پوسټ ته د میرمن فیضي ټاکنې ته په کنایې سره لیکلي چې طالبان غواړي په دې کار سره وښيي چې میرمنو ته یې په خپل حکومت کې ستره برخه ورکړې ده.
داکتر ملالی فیضی، به حیث رئیس شفاخانه و زایشگاه ملالی در کابل مقرر شد.طالبان با پخش این خبر، میخواهند بگویند که در حکومت شان به زنان سهم بزرگی دادهاند. pic.twitter.com/bg6pG5fTwM
— Mukhtar wafayee مختار وفایی (@Mukhtarwafayee) January 31, 2022
سره له دې چې نړیوالو ټولنې د بشر حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو او لږکیو حقونو ته احترام د طالبانو ډلې سره د هر ډول تعامل لپاره اساسي شرط ټاکلی، دغې ډلې تر اوسه هیڅ میرمن په کوم لوړ دولتي پوسټ کې ګومارلې نده.
ډاکټر ملالۍ فیضي په کال ۱۳۷۴ کې د طبي علومو له پوهنتون څخه فارغ شوې ده او له تیرې یوې نیمې لسیزې راهیسې یې د میندو او ماشومانو د روغتیا په برخه کې په بیلابیلو روغتونونو او موسسو کې کار کړی دی.