د مسکو له لوري د دونیڅک او لوهانسک له رسمي پېژندلو وروسته، بایډن له زلنسکي سره غږېدلی

د امریکا ولسمشر

د اوکراین جمهور رئیس ولادیمیر زلنسکي د سه شنبې په ورځ (فبروري ۲۲) وویل فکر نه کوي که روسیه دی په اوکراین د کومې لویې حملې تابیا ولري.

زلنسکي وایي پدې باور دی چې د اوکراین پرضد لویه جګړه نه کیږي او د روسیې لخوا به جګړه پراخه نشي، خو که داسی وشي، اوکراین به مارشل لا (پوځي حالت) اعلان کړي.

سپینه ماڼۍ وایي جمهور رئیس جو بایډن د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره غږیدلی دی او د اوکراین د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا اړوند، د امریکا د ژمنو او مسؤلیت پرځای کولو بیاځلي یادونه یې کړې.

څو ساعته وروسته له هغه چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د اوکراین په ختیځ کې د دونیڅک او لوهانسک جلا شوې سیمې د خپلواکو دولتونو په توګه په رسمیت وپیژندلې، جمهور رئیس جو بایډن پدې دواړو سیمو د بندیزونو لګولو خبر ورکړ.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي د دوشنبې په ورځ (فبروري ۲۱) په رسمي بیان کې وویل جمهور رئیس جو بایډن به په یو اجرائیوي فرمان کې د اوکراین په دوو جلا شویو سیمو کې د امریکایي اتباعو لخوا د پانګې اچولو، سوداګرۍ او مالي فعالیتونو څخه منع کړي.

په ملګروملتونو کې د امریکا سفیرې لیندا ټامس ګرینفیلډ د ملګروملتونو د امنیت شورا یوې بیړنۍ غوڼډې ته وویل، د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیرپوتین لخوا د لوهانسک او دونیڅک د سیمو خپلواکي منل، د اوکراین په خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا یو بی دلیله حمله وه.

سفیرې وویل دا درېیم ځل دی چې د امنیت شورا ټول غړي په یو غږ وایي چې روسیه باید جګړه شروع نکړي، روسیه باید دیپلوماسۍ ته رجوع وکړي، باید په اوکراین بی دلیله حملې ونکړي – د اوکراین په ریښتینې خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا برید ونکړي، او روسیه باید د ملګروملتونو له اساسي اصولو سرغړونه ونکړي.

سفیرې ګرینفیلډ د امنیت شورا د غوڼډې وروسته رسنیو ته وویل ټول باید په متحدانه ډول له روسیې وغواړي چې خپل ځواکونه بیرته وباسي.

د جمهور رئیس بایډن د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان خبرداری ورکړی چې روسیه په اوکراین د یو لوی برید دپاره تیاری نیسي. جک سولیوال د ان بي سي تلویزیون د دوشنبې په ماښام وویل امریکا به د دیپلوماسۍ هڅې بندې نکړي او د خپلو متحدینو او شریکانو سره تیار دي که روسیه بریدونه وکړي نو قوي ځواب يی ورکړي.

سوليوان وایی جمهور رئیس بایډن پدې شرط د ولادیمیرپوتین سره د لیدلو موافقه کړې چې مسکو په اوکراین حمله ونکړي او که روسیې پریکړه وکړه چې د ناټو هر یو غړي هیواد پرضد قدم پورته کړي، او د ناټو په قلمرو کې د لویدیځ په لور راشي، بیا به د امریکا او متحدینو د قوي ځواک سره مخامخ شي.

اوکراین وایي د یکشنبې په ورځ په ختیځ اوکراین کې د دوئ په امنیتي پوستو اتیا ځلي او د دوشنبې په ورځ اته ځلي د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو لخوا راکټي بریدونه شوي. اوکراین وایي دوئ پری ځوابیه ډزې ندي کړي.