اوکراین ته د روسي پوځیانو د داخلیدو په اړه جمهور رئیس پوتین له امر لږ وروسته، د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنکسي د مسکو هغه ادعا رد کړه چې کیف مسکو ته تهدید متوجه کوي، هغه وویل چې جګړه د لس ګونه زره کسانو د وژل کیدو لامل کیږي.
له دې مخکې زیلنسکي ویلي څرګنده کړې وه چې د اوکراین حکومت او خلک د سولې غوښتونکي دي خو خبرداری یې ورکړی که "پر موږ برید وشي، که زموږ د هیواد ، آزادۍ، ژوند او زموږ د ماشومانو د ژوند د نیولو تصمیم وي، نو موږ به له ځانه دفاع وکړو . که تاسې پر موږ برید وکړئ زموږ مخ به ووینئ نه شاه."
د پنجشنبې سهار وختي د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیتري کولبا د یوه ټویټ په کولو ولیکل:"ولادمیر پوتین د اوکراین په وړاندې بشپړ برید پیل کړی دی. د اوکراین سوله ایز ښارونه تر برید لاندې دي. دا تهاجمي برید دی. اوکراین به له ځانه دفاع وکړي او وبه یې ګټي. نړۍ کولی شي او باید پوتین منع کړي. اوس د اقدام وخت رارسیدلی.
Putin has just launched a full-scale invasion of Ukraine. Peaceful Ukrainian cities are under strikes. This is a war of aggression. Ukraine will defend itself and will win. The world can and must stop Putin. The time to act is now.
— Dmytro Kuleba (@DmytroKuleba) February 24, 2022
بلخوا د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش په یوه ټویټ کې له روسیې وغوښتل چې خپل ځواکونه د "انسانیت په خاطر" له اوکراین څخه بیرون کړي.
ښاغلي ګوتیریش په دې پیغام کې ویلي: " په اوسنیو شرایطو کې، زه خپله تقاضا بدلوم: ولسمشر پوتین، د انسانیت په نوم، خپل ځواکونه روسیې ته ستانه کړه. دا منازعه باید همدا اوس هواره شي."
Under the present circumstances, I must change my appeal:President Putin, in the name of humanity, bring your troops back to Russia.This conflict must stop now.
— António Guterres (@antonioguterres) February 24, 2022
د فرانسې جمهور رئیس امانویل مکرون د یوه ټویټ په کولو پر اوکراین د روسیې برید غندلی دی.
ښاغلي مکرون ویلي دي چې روسیه باید ډیر ژر خپل نظامي عملیات ودروي. مکرون څرګنده کړې چې فرانسه د اوکراین او د اوکراین له خلکو سره ولاړه ده او له خپلو متحدینو او شریکانو سره به کار وکړي چې جګړه پای ته ورسیږي.
La France condamne fermement la décision de la Russie de faire la guerre à l’Ukraine. La Russie doit mettre immédiatement fin à ses opérations militaires.
— Emmanuel Macron (@EmmanuelMacron) February 24, 2022
د جرمني دفاعې وزیري ویلي دي چې له روسیې سره دیالوګ ناوخته ندی او ټینګار یې کړی چې ناټو او اروپايي ټولنه د مسکو له خوا "د نړیوالو قوانینو د شدید نقض" په وړاندې سره یو موټي دي.
د جرمني دفاع وزیرې کریستین لامبرښت په یوې بیانه کې ویلي:"دا په خاص ډول اوس ریښتیا ده چې د اتحاد په شمالي برخه کې زموږ متحدین، زموږ په بشپړ ملاتړ اتکا کوي."
میرمن لامبرښت د روسیې له جمهور رئیس ولادمیر پوتین څخه غوښتي دي چې ډیر ژر له اوکراین څخه خپل پوځيان وباسي. میرمن کرستین لامبربخت څرګنده کړې چې روسیه باید سختو او بې سارو بندیزونو ته تیاره ووسي.
لاتویا ته د امریکایي ځواکونو رسیدل
د لاتویا دفاع وزارت ویلي دي چې د پنجشنبې په سهار وختي کابو ۴۰ امریکایي پوځيان له ایټالیا څخه دغه هیواد ته رارسیدلي دي، دا د هغو درې سوه امریکایي پوځيانو لومړی ګروپ دی چې اټکل کیږي په هغه هیواد کې ځای پرځای شي.
یاد وزارت ویلي دغه ځواکونه په اوکراین کې د جګړې له پیل مخکې په سیمه ایز وخت نیمه شپه د لاتویا پلازمینې ریګا څخه بهر یوې پوځي اډې ته رسیدلي دي.
یو امریکایي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي دي چې د امریکا جمهور رئیس د سه شنبې په اعلان سره د بالتیک سیمې ته د شاوخوا ۸۰۰ پیاده ځواکونو او د ناټو ختیځو برخو ته د اتو جنګي جیت الوتکو د استولو په ګډون اروپا کې د پوځيانو د تنظیم پریکړه کړې.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پر یوه ټویټ لیکلي دي " زه پر اوکراین د روسیې بې پروا برید چې د ګڼ شمیر ملکي کسانو ژوند له خطر سره مخ کوي، په کلکه غندم. دا د نړیوالو قوانینو نقض او د اروپا-اتلانتیک د امنیت لپاره جدي تهدید دی. د ناټو متحدین به د روسیې د مجدد برید ته د رسیدګي په هدف غونډه وکړي."
I strongly condemn #Russia’s reckless attack on #Ukraine, which puts at risk countless civilian lives. This is a grave breach of international law & a serious threat to Euro-Atlantic security. #NATO Allies will meet to address Russia’s renewed aggression. https://t.co/FPpyuzmUXD
— Jens Stoltenberg (@jensstoltenberg) February 24, 2022
د اروپا د شورا رئیس چارلس ميشل په یوه ټویټ کې پر اوکراین د روسیې برید د نه توجیه وړ بللی او هغه یې په کلکه غندلی دی او ویلي دي چې د اروپایي ټولنې شورا او د جي اوه مشران به غونډه وکړي څو د روسیې په اړه په راتلونکو اقداماتو تصمیم ونیسي.
پدې ترڅ کې اوکراین په پام کې لري چې له روسیې سره خپلې دپلوماتیکې اړیکې وشلوي او په همدې دلیل یې خپل سفیر له روسیې څخه راغوښتی دی او د خپلو ټولو هیوادوالو څخه یې غوښتي چې له روسیې ووځي.
اروپایي ټولنې په مستقیمه توګه په ولادیمیر پوتین باندې بندیزونه ندي لګولي خو پر ځای یې د روسیې د پارلمان ټول هغه غړي په تور لست کې شامل کړي چې د اوکراین د جلاغوښتونکې سیمې په رسمیت پیژندلو ته یې رایه ورکړې ده. په اروپایي ټولنه کې یې د هغوی ټولې شتمنۍ کنګل کړي او همداشان دغې اتحادیې ته یې د هغوی په سفر کولو بندیز لګولی دی.
همداشان هغه بانکونه به په نښه کړای شي چې د اوکراین په ختیځ کې د جلاغوښتونکو د فعالیتونو په مالي راکړه ورکړه کې ښکیل دي او دغه دوه جلا شوې سیمې به د اروپایي ټولنې او اوکراین ترمنځ د ازادې سوداګرۍ له معاملې محروم کړای شي.
د روسیې د اقدام په غبرګون کې لویدیځ پر روسیې باندې یو لړ بندیزونه ولګول. په لسګونو هیوادونو د روسیې بانکونه د نړیوالو بازارونو څخه وایستل، جرمني د روسیې څخه د شمال بحیرې له لارې د ګازو د انتقال د پایپ لاین پروژه ودروله او متحده ایالاتو هم پر روسیې بندیزونه اعلان کړل.
سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د امریکا ولسمشر جو بایډن به د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره غونډه ونکړي او د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پوتین له لورې د اوکراین دوو سیمو د خپلواکۍ د رسمیت پیژندلو وروسته د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره خپله کتنه چې د پنجشنبې د ورځې لپاره پلان شوې وه، لغو کړه.
ښاغلي بلینکن وویل چې موافقه یې کړې وه چې یواځې په هغه صورت کې لاوروف سره خبرې کوي چې روسیه پر اوکراین برید ونکړي. بلینکن په واشنګټن کې د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر سره له کتنې وروسته وویل: "اوس چې ګورو یرغل د پیل کیدو په حال کې دی او روسیې په څرکنده په کلي توګه دپلوماسي رد کړې ده، د لاوروف سره کتنه منطقي نده. "