د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا پر روسیې د خپلو بندیزونو لومړی پړاو اعلان کړ


د کاناډا لومړی وزیر جسټن ټروډو پر اوکراین د بندیزونو د اعلانولو پرمهال
د کاناډا لومړی وزیر جسټن ټروډو پر اوکراین د بندیزونو د اعلانولو پرمهال

د کاناډا صدراعظم جسټن ټرودو د سه شنبې په ورځ فبروري ۲۲ (کب ۳) پر روسیې د خپلو بندیزونو لومړی پړاو اعلان کړ.

دغه اعلان وروسته له هغه وشو چې مسکو د اوکراین په ختیځ کې د دونتڅک او لوهانسک سیمې د خپلواکو دولتونو په توګه په رسمیت وپيژندلې.

ښاغلي ټرودو وویل، حکومت به یې د دونتڅک او لوهانسک د نومول شویو "خپلواکو دولتونو" سره د کاناډایي اتباعو مالي معاملات منع کړي. نوموړي همدارنګه وویل چې کاناډایان به د روسیې د دولتي پورونو د اوراقو له اخیستلو هم منع شي.

له دې مخکې د متحدو ایالتونو، اروپایي ټولنې، بریټانیا او جاپان مشرانو اعلان هم اعلان وکړ چې روسیه له مالي پلوه مجازات کوي ځکه ددې ویره شته چې روسیه پر اوکراین نظامي برید وکړي، هغه اقدام چې مسکو له میاشتو په تکرار سره رد کړی دی.

د روسیې له ملاتړ څخه برخمنو بیلتون غوښتونکو وروسته له هغه چې د اوکراین پخوانی جمهور رئیس ویکټور یانوکویچ په ۲۰۱۴ کال کې بې واکه شو د دونتڅک او لوهانسک سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستې او دا سیمې یې د "خلکو د جمهوریتونو" په توګه یادې کړې.

د اوکراین په ختیځ کې یانوکویچ او بیلتون غوښتونکي د روسیې له ملاتړ څخه برخمن دي.

د کاناډا صدراعظم همدارنګه وویل چې حکومت به یې د روسیې د پارلمان په هغو غړو هم بندیزونه ولګوي چې د خپلواکو دولتونو په توګه یې د لوهانسک او دونتڅک سیمو لپاره رایه ورکړې ده.

ښاغلي ټرودو زیاته کړه چې د دونتڅک او لوهانسک پر دولتونو به جلا بندیزونه ولګیږي.

سیمې ته د اضافه کاناډایي پوځیان استول

پر روسیې او د اوکراین پر بیلتون غوښتونکو سیمو د بندیزونو له لګولو سربیره، د کاناډا لومړي وزیر سیمې ته د اضافي ۴۶۰ سرتیرو د استولو امر وکړ.

نوموړي وویل چې له دې اقدام سره به لتویا ته د ډیرو سرتیرو د استولو تر څنګ سیمې ته یوه جنګي بیړۍ او پر سمندر د ګزمې یوه الوتکه هم واستول شي.

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د اوکراین ختیځ ته د پوځيانو د استولو امر کړی دی څو هلته سوله ټینګه شي. خو ښاغلي ټرودو د روسیې دا اقدام "د اوکراین پر واکمني ښکاره تیری" وباله.

د کاناډا صدراعظم څرګنده کړه دا پر یوې واکمني برید دی او دا د منلو وړ نده. هغه زیاته کړه تر اوسه هم روسیې ته ناوخته نده چې دیپلوماتیکه لار غوره کړي.

XS
SM
MD
LG