تر تاریاکو د پالیزونو ګټه ډیره ده: د شاه ولیکوټ کروندګر 

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار په ځینو سیمو کې چې کروندګرو د کوکنارو په ځای د شنو خونو جوړولو او پالیزونو کینولو ته مخه کړې ده وايي، چې له دې لارې ښه ګټه ترلاسه کوي. 

د کندهار په ځینو سیمو کې چې کروندګرو د کوکنارو په ځای د شنو خونو جوړولو او پالیزونو کینولو ته مخه کړې ده وايي، چې له دې لارې ښه ګټه ترلاسه کوي.

د تریاکو یو پخواني کروندګر کریم الله وايي، چې د ګرین هاوسونو یا شنو خونو په وسیله یې د سبزیو کښت کړی او ترې راضي دی.

کریم الله چې د کندهار د شاه ولیکوټ ولسوالۍ یو کروندګر دی وایې چې د تریاکو د کښت ګڼ زیانونه یې په خپله سیمه کې لیدلي خو اوس یې د شنو خونو په وسیله د سبزیو کښت پیل کړې او په لومړي حاصل کې ورڅخه ښه ګټه یې ترلاسه کړې ده.

کریم الله وايي:"دا پالیزونه تر تاریاکو ډیره ګټه کوي. مخکې مو تاریاک کرل د هغو دومره حاصلات شه نه وه".

دی زیاته وي چي په تېر کې د تریاکو د پراخو کښتونو له کبله یې سیمه کې ګڼ ځوانان په نشه روږدي شوي دي.

د شنو خونو یا ګرین هاوسونو له لاري د کښت ترویج اوس پراخ شوی چې په لېري پرتو سیمو کې کرونده ګر په خپل شخصي لګښت د ژمي په موسم کې شنې خوني جوړه وي او د سیمه ییز مارکېټ د سبزیو اړتیا هم پوره کوي.

دا پداسې حال کې ده، چې د کندهار په ځینو نورو سیمو کې بیا یو شمیر کروندګرو د کوکنارو کر ته مخه کړې ده.