په ننګرهار کې د ګوړې یو شمېر ګاڼۍ لروونکي وايي، که له پاکستان څخه د ګوړې واردات بند شي نو په کور دننه ګوړې ته به د ښه مارکیټ زمینه برابره شي. د دې ولایت د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی، شریف الله چې له څلورو کالو راهیسې د ګوړې ګاڼۍ لري وايي، کار يې ښه دی او خلک هم وطني ګوړه خوښوي.
د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې یو شمېر کروندګر د اصلاح شویو تخمونو او نور مرستو په ناانډوله ویش نیوکې کوي. دا کروندګر وايي، د زراعت په برخه کې مرستې يې ولسوالۍ ته ورشي، خو چې بیا خبرېږي نو ځینو مشخصو اشخاصو ته تقسیم شوي وي.
په ننګرهار کې د نارنجانو بڼوال د مناسب مارکیټ د نشتون او د نباتي امراضو د درملو د لوړو بیو له امله شکایت کوي. هغوی وايي، نه یوازې نباتي امراضو یې باغونه ځپلي، بلکې د دغو امراضو د مخنیوي لپاره اړینو درملو اخیستلو توان هم نه لري.
د ننګرهار د کامې ولسوالۍ د ګنیو کروندګر سږ کال ښه حاصلاتو ته هیلهمند دي. د دې ولسوالۍ یو کروندګر، سبحان الله، وايي چې د ګنیو کرکیله په لږ زحمت سره دوه برابره ګټه ورکوي او په خبره یې، د یو جریب ځمکې حاصلات تر ۵۰ زرو افغانیو پورې رسېږي.
په ننګرهار کې کروندګر وايي، که له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له پاکستان څخه د سبزیو واردات محدود او یا پرې لوړه مالیه وضع شي، نو د کورنیو کروندګرو عواید به ورسره لوړ شي.
د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې یو شمېر کروندګرو چې په لومړي ځل یې کچالان کرلي، وايي د کوکنارو په اندازه ګټه ترې اخیستلای شي. د هارون په نوم ددغې ولسوالۍ یو کروندګر چې په درې جریبه ځمکه یې کچالان کرلي، وايي چې د دې بدیل کښت حلاله او ښه ګټه لري.
په ننګرهار کې یو شمېر کروندګر د خپلو سبزیو د پلور لپاره د مناسب بازار د نشتوالي له امله سرټکوي. د بهسودو ولسوالۍ کروندګر حضرت الله وایي، چې د ژمي لپاره یې په خپلو ځمکو سپینې مولۍ کرلې، خو د مارکیټ نشتوالي له کبله د حاصلاتو پلور ستونزمن دی.
په ننګرهار کې یو شمېر کروندګر وايي، چې پخوا یې کوکنار کرل او ګټه یې ښه وه، خو د کوکنارو پر کرکیلې د طالبانو لخواد بندیز را وروسته یې د سبزیو کرکیلې ته مخه کړې. د بهسودو ولسوالۍ یو کروندګر زراب ګل وايي، اوس یې کړېلې کرلي، خو د پلور مشخص مارکیټ نه لري، چې لویه ستونزه یې جوړه کړې ده.
د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ یو کروندګر، شربت خان وایي چې شاوخوا لس بیسوې ځمکه یې په اجاره نیولې او هر کال پرې سبزي کري. نوموړی وایې، چې د سبزیو کرکیله له کوکنارو څخه غوره ده، ځکه حلاله ده، خو له بده مرغه د سبزیو لپاره مناسب مارکیټ نشته چې دې خپل حاصلات هلته په مناسبه بیه وپلوري.
د لغمان په مرکز مهترلام کې بڼوال وايي چې په دغه ولایت کې د سرو املوکو بڼونو ښه حاصل ورکړی دی، خو د اوبو کمښت او د حاصلاتو د پلور لپاره د مارکیټ نشتوالی یې لویې ستونزې دي.
د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې کروندګر وايي، چې تر اوسه ورسره هیڅ مرستې نه دي شوي او تخمونه او سرې یې له بازاره په خپلو پیسو اخیستي دي. دوی وايي، که مرستې ورسره وشي نو لګښتونه به پرې کم او د دوی د فصلونو عواید به دوی ته په ګټه پاتې شي.
د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې یو شمېر بڼوال او کروندګر وايي، چې سږ کال یې حاصلات څه نا څه ښه وو، خو باغونه د ګل په وخت کې د بارانونو له امله زیانمن شوي دي. دا بڼوال دا هم وايي، چې باغونه يې د حاصل په وخت کې مرضونه کوي، خو له دوی سره دومره وس نه وي، چې په وخت ورته درمل واخلي او پرې وې شیندي.
د ننګرهار دره نور ولسوالۍ کروندګر او بڼوال د اوبو بندونو د بیا جوړولو غوښتنه کوي. دوی وایي چې سیلابونو د اوبو ټول بندونه خراب کړي، چې د دوی لپاره یې لویې ستونزې رامنځته کړې دي.
په جلال اباد کې کروندګر لعل محمد د لومړي ځل لپاره د ژمي د بانجانو کرلو ته زړه ښه کړی دی. دی وايي، په ازمایښتي ډول د ژمي بانجان کري ترڅو ښه حاصلات ترلاسه کړي.
د ننګرهار د کامې په ولسوالۍ کې کروندګر وايي، چې د ګنیو فصل د نورو فصلونو په پرتله ډېر عاید ورکوي او لږ زحمت غواړي. دوی وايي، سره له دې چې په کر کیله کې د سرو او اصلاح شویو تخمونو لګښتونه موجود دي، خو بیا هم د ګټو په لحاظ دا کر کیله تر نورو پورته ده.
په ننګرهار کې د زینتي او غیر زینتي بوټو فارم لرونکي وايي چې تر پخوا یې کاروبارونه پیکه شوي دي. دا فارم لروونکي وايي، پخوا يې چې د مالټو یو بوټی تر ۱۷۰ افغانیو پلوره، خو اوس يې بیه ۵۰ او ۴۰ افغانیو ته را ټېټه شوی دی.
د کونړ د نورګل ولسوالۍ د مزاردرې د تورې تېږې په سیمه کې په یونیم جریب ځمکه کې د ناکو یو بڼوال وايي، چې سږ کال د بڼ له حاصلاتو او عوایدو څخه خوښ دی، ځکه حاصلات یې په ښه بیه پلورلي دي.
په ننګرهار کې د وریجو یو شمېر کروندګر د کیمیاوي سرو له لوړ قیمت څخه شکایت کوي. د دې ولایت د جلال اباد ښار په اتمه ناحيه کې الف خان، چې په شاوخوا درې جریبه ځمکه کې یې د شولو کر کړی دی وايي، چې تېر کال يې د وریجو حاصلات ډېر ښه وو، خو سږ کال ښايي هغه ډول نه وي.
په ننګرهار کې یو زیات شمېر کروندګر په کرنیزو ځمکو کې د کورونو د جوړولو له امله انديښمن دي او وايي، چې د کورونو په جوړولو سره کرنیزې ځمکې مخ په را کمېدو دي او راتلونکې کې به د افغانستان کرنه له ګواښ سره مخ شي.
د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د یوه کروندګر شاو خوا اتلس جریبه ځمکه باندې کرلي فصلونه وروستي طوفان له منځه وړي دي. مجیب الله چې په شریکه د دې ځمکې کر کیله یې کوله وايي، ځمکه يې په دهقانۍ نیولې ده او پکې شولې، مۍ، جوار او نور يې کرلي و، چې اوس د حاصلاتو ټولې هیلې په سیلاب لاهو شوي دي.
نور پورته کول