په ننګرهار کې د خرما باغداري د کوکنارو د کښت ښه بدیل ګرځیدلی  

Your browser doesn’t support HTML5

د ننګرهار د کانال په دولتي ځمکه کې د خرما باغونه چې کلونه وړاندې کینول شوي اوس پدغه ولایت کې د کوکنارو د یو بدیل په توګه یادیږي او بڼوال یې وايي، چې د خرما حاصل مخ په زیاتیدو دي. 

د ننګرهار د کانال په دولتي ځمکه کې د خرما باغونه چې کلونه وړاندې کینول شوي اوس پدغه ولایت کې د کوکنارو د یو بدیل په توګه یادیږي او بڼوال یې وايي، چې د خرما حاصل مخ په زیاتیدو دي.

دا باغ د کانال په دولتي ځمکه په ۴۰ جریبو کې جوړ دی، چې په وروستیو کلونو کې یې حاصل مخ په زیاتیدو دی.

په دې باغ کې د خرما ۲۷۰۰ ونې پینځه کاله وړاندې کرل شوې دي. انجنیرعبدالقیوم اطرافي چې په ننګرهار کې یې د خرما لومړنۍ تجربه کړې وایې، د خرما ونې هم ښځینه او نارینه تخم لري، چې باید د ښه حاصل لپاره سره یو ځای شي.

عبدالقیوم اطرافي زیاتوي: "که کروندګر د کوکنارو کرلو پر ځای د خرما باغداری وکړي، نو حاصل به يې هم حلال او هم څو چنده ډېر وي."

د هغه په خبره، د خرما یوه ونه د ۲۰۰ کیلو په اندازه خرما کوي او بیا په ښه نرخ پلورل کېږي، که دا د کوکنارو سره پرتله شي نو له کوکنارو نه يې عواید ډېر لوړېږي.

هغه وویل: "زما په نظر که چېرته په ننګرهار کې په خرما سرمایه ګذاري وشي، د ډېرو فصلونو نه يې حاصل ښه دی او روا فصل دی، د خرما د باغونو بله ګټه دا ده، چې غېر له کوکنارو نه نور هر فصل ورسره کرلی شي."

دی وايې، له ننګرهار نه خوست او پکتیا ته د خرما واړه بوټي صادرېږي او هلته خلک بڼوالي کوي.

عبدالقیوم وايي:" چې تېر کال د دې خرما باغ حاصلات ۱۵ ټنه و او سږ کال به دا کچه دوه چنده او ان درې چنده لوړه وي."

د اطرافي په وینا یوازې سږ کال یې د همدې خرما د وړو بوټو نه د ۲۵ جریبو بل باغ جوړ کړی، چې د کانال د خرما ټوله بڼوالي ۶۵ جریبو ته رسیږي او له دې ها خوا ډېرو لرو پرتو ولسوالیو کې خلکو له یو جریب نیولې درې او څلورو جریبو په اندازه بڼوالي کړي.