مقامات: ټول هیواد کې به د پاسپورتونو وېشلو بهیر په عادي ډول پیل شي

د طالبانو حکومت د کورنیو چار ووزارت د پاسپورت عمومي ریاست وايي، د روانې وري میاشتې پر ۱۶مه به په ټول افغانستان کې د پاسپورتونو وېشلو بهیر په عادي ډول پيل شي.

د پاسپورت ریاست د مطبوعاتو امر شفیع الله تسل نن سې شنبه مارچ ۲۹ (وري نهمه) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې پر یاده نېټه ټول خلک کولای شي د پاسپورت اخیستلو لپاره انلاین فورمونه ډک کړي.

د پاسپورت ریاست د روانې مارچ میاشتې پر ۱۴مه په ولایتونو کې د پاسپورت ورکولو بهیر بند کړ او یوازې په کابل کې هغو کسانو ته د پاسپورتونو ورکولو بهیر پیل کړ چې مخکې انلاین ثبت نام کړی و.

ښاغلي تسل وویل هغو کسانو ته چې مخکې انلاین فورمونه ډک کړي و د پاسپورتونو ورکولو بهیر به یې د ورې میاشتې تر پنځلسمې پای ته ورسیږي او تر هغه وروسته به په مرکز او ولایتونو کې د پاسپورتونو وېشلو بهیر په عادي ډول پيل شي.

د پاسپورت ریاست د مطبوعاتو امر په ننني کنفرانس کې له خلکو څخه وغوښتل چې د پاسپورت اخیستلو لپاره کوم چاته پیسې ورنکړي او د پاسپورت لپاره دې انلاین فورمونه ډک کړي.

د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته، د پاسپورت ورکولو بهیر په دغه هیواد کې بند شو، تر هغه وروسته د اکتوبر پر ۱۵مه د پاسپورت ورکولو بهیر له سره پیل شو.

د کابل د پاسپورت ریاست د تیرې نومبر میاشتې پر پنځلمسه هم د شاوخوا یوې میاشتې لپاره د تخیکي ستونزو له امله د مراجعینو پر مخ تړل شوی و چې وروسته یې خدمات پيل شول.

خو په وروستي مورد کې په کابل کې د پاسپورت ریاست وروسته تر هغه خپل چارې بندې کړې کله چې طالب چارواکو د کابل پاسپورت ریاست مخته د یوه ځانمرګي بریدګر د له منځه وړلو خبر ورکړ.