د طالبانو له فرمان وروسته د اپینو نرخونه لوړ شوي: بزګر 

Your browser doesn’t support HTML5

په ننګرهار کې د کوکنارو یو شمیر کروندګر وايي له هغه را وروسته چې د طالبانو مشر ملا هیبت الله د کوکنارو په کښت بندیز ولګوه، د اپینو بیې څو چنده لوړې شوي دي

په ننګرهار کې د کوکنارو یو شمیر کروندګر وايي له هغه را وروسته چې د طالبانو مشر ملا هیبت الله د کوکنارو په کښت بندیز ولګوه، د اپینو بیې څو چنده لوړې شوي دي.

د ننګرهار په یو شمېر سیمو کې کوکنار ګل ته رسیدلي او لږې ورځې پاتې دي، چې نیښ وهل پیل شي او بزګران د کوکنارو حاصل را ټول کړي.

تراب د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د کوکنارو یو کروندګر دی. هغه په یو جریب ځمکه کې کوکنار کرلي دي.

تراب وایې، وروسته تر هغې چې طالبانو د کوکنارو د نه کرلو فرمان ورکړ، د اپینو نرخونه ورسره څو چنده لوړ شوي دي.

هغه وویل: "پخوا خو یو من اپين په۸۰زره،۷۰زره تر ۹۰ زرو پورې خرڅېده، اوس چې دا د طالبانو نوی فرمان صادر شو دې سره د اپينو نرخونه زیات لوړ شول، تر یولک اویا ، یولک اتیا او ان تر دوه لکو پورې د اپینو نرخونه لوړ شوي دي."

تراب وايي، سږ کال ډیرو کروندګرو کوکنار کرلي دي او تمه یې ده چې دده کرلي کوکنار به ښه حاصل ورکړي.

تراب وايي:" ۱۵ ورځې بعد د دې وهل شروع کېږي. دغه دوه درې نفره ماسره مزدوران لګېږي کنه، هغه بیا د ورځې نرخ مزدوري ده نو چې ۴۰۰ وټاکل شو او که ۵۰۰ وټاکل شو دا ورځې نرخ مزدوري به ټاکل کېږي."

په ننګرهار کې دا مهال کوکنار یا په ګل کې دي او یا یې ګل غورځولی دی. ددغه ولایت په ګڼو سیمو حتی په هغو کې چې په تیرو شلو کلونو کې پکې د کوکنارو کر نه وو شوی هم سږ کال کوکنار کرل شوي دي.