که څه هم یو شمیر کروندګر د طالبانو د مشر د کوکنارو د بندیز د فرمان په اړه په اندېښنه کې دي، چې ولاړ فصلونه یې له منځه یو نه وړل شي، خو بل لورته د خپلو کرل شویو کوکنارو حاصل ته هم په تمه دي.
په ننګرهار کې د کوکنارو یو کروندګر جان محمد وايي، چې په ۱۵بیسوې ځمکه يې خپله او ډېرو نورو کروندګرو په جریبونو کوکنار کرلي دي، چې اوس مهال يې حاصل ټولو ته په تمه دي.
جان محمد وايي، اوس د کوکنارو نېش وهلو ته لږې ورځې شپې پاتې دي، چې د طالبانو له تازه فرمان نه خبر شوی دی او سخت یې اندېښمن کړی دی.
هغه وویل" کوکنار به نه کرو، دا سږ کالې مو کرلې اوس تیار حاصل په لاس راغلی دی، دا سږ کال فصل چې ختم شو بیا به يې نه کرو، د دې په ځای به نور څه شی وکرو چې ښه حاصل ورکړي."
دکوکنارو دغه ګروندګر چې اوس د خپل کرلي فصل پالنه کوي، په دې هیله دی تر څو يې حاصل تر لاسه او نغدي پېسې وګټي.
جان محمد وايي، که سږني حاصلات طالبان له منځه یوسي نو کروندګر به ډېر لوی زیان وګوري، ځکه د کال له سره يې زحمت کاږلی دی. هغه وايي" دا خو غټ تاوان کوي، سرو کال مو خواري کړې ده، مصرفونه مو پرې کړي دي سرې مو ورکړي."
دا کروندګر وايي، اوس چې مو لګښتونه پرې شوي دي نو باید د سږنیو کوکنارو حاصل په لاس راشي.
سږ کال د ننګرهار په زیاتو سیمو او ان هغو کې چې جلال اباد ښار ته نږدې دي، هم کروندګرو په زیاته اندازه کوکنار کرلي دي.