د معتادینو درملنې لپاره مرستو ته اړتیا ده- د لغمان والي 

Your browser doesn’t support HTML5

د طالبانو د حکومت د لغمان والي وايي چې ملي سوداګرو او مرستندویه مؤسساتو سره یې د مخدره موادو د معتادینو درملنې په خاطر خبرې کړي چې د درملنې په برخه کې امکانات ورته برابر کړي. 

د طالبانو د حکومت د لغمان والي وايي چې ملي سوداګرو او مرستندویه مؤسساتو سره یې د مخدره موادو د معتادینو درملنې په خاطر خبرې کړي چې د درملنې په برخه کې امکانات ورته برابر کړي.

د لغمان والي ذین العابدین عابد امریکاغږ ته ویلي چې اوس مهال پدې ولایت کې په نشه يې توکو د روږدو لپاره شل بستریز روغتون موجود دی خو دا روغتون د معتادینو د ډیروالی په وجه کافي ندی.

والي وايي دې روغتون کې همدا اوس ۲۰ تنه په نشه يې توکو روږدې بستر دي او درملنه یې کیږي.

هغه وویل: "اوس خو ۲۰ تنه بستر دي. مونږ کوښښ کړی دی له تجارانو سره او موسیسو سره مو خبرې کړي دي، چې مونږ ته امکانات برابر کړي."

د لغمان والي ذین العابدین عابد وايي هڅه کوي په نشه يې توکو د روږدو درملنې په موخه شخصي کورونه په کرایه ونیسي.

هغه وویل که درمل او د خوړو په برخه کې مرستندویه ادارې پېدا کړي نو د ټول لغمان په کچه په نشه يې توکو روږدي کسان به راغونډ کړي.

د معلوماتو له مخې په لغمان ولایت کې د تېر جمهوري نظام پرمهال د یوې سروې له مخې تر ۱۰۰۰۰ لس زرو نه پورته کسان په نشه يې توکو روږدي وو، چې اوس دا شمېره لا هم لوړه شوې ده.