امریکا: افغانانو ته مو د مهاجرت د ځانګړو ویزو پروسه چټکه کړې

امریکا ته د راتلو متقاضیان د کابل هوايي ډګر مخې ته راټول شوي وو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي‌ چې د افغانانو لپاره یې د مهاجرت د ځانګړې ویزې [SIV] د پروسې چټک کولو لپاره نوي کارکوونکي ګمارلي او امکانات یې زیات کړي‌ دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس د پنجشنبې په ورځ جون نهمه (غبرګولي ۱۹) په یوې اعلامیې کې وویل چې په دې برخه کې له افغانانو سره په خپلې ژمني ولاړ دي او دا بهیر یې چټک کړی دی.

اعلامیه وایي چې «د کارکوونکو شمېر مو زیات کړی، د تقاضاو مراحل مو ساده کړي او د تکنالوژۍ برخه» یې هم ښه کړې ده.

ښاغلي پرایس همدغه ارز ویلي دي چې په کابل کې د [امریکا] د سفارت د چارو له ځنډولو وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزرات په درېیم هېواد کې په سفارتونو او کونسلګریو کې د کارکوونکو شمېر هم زیات کړی چې د مهاجرت د ځانګړو ویزو مراحل مخې ته یوسي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې د دغو نویو پرمختګونو او بدلونونو وروسته اوس تر بل هر وخت د مهاجرت د ځانګړو ویزو چارې ډېرې مخې ته وړي او په خبره یې د ویزو متقاضیان هر درېیم هېواد ته، چې هغوی ورته سفر کولای شي، د مرکو لپاره وربولي.

له څو کلونو راهېسې امریکا افغانانو ته د مهاجرت دا ځانګړې ویزې ورکوي. امریکايي چارواکي وايي چې په روان کال کې یې تر دې دمه ۱۵۴۵ افغانان په دغو ویزو متحدو ایالتونو ته راغلي دي.

دا ویزې په مشخص ډول هغو افغانانو ته ورکول کېږي چې په افغانستان کې د امریکا له ځانکړو ځواکونو سره ترجمانان وو او یا د امریکا د حکومت کومې بلې اړوندې ادارې او پروژې سره یې کار او همکاري کړې وي.

د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵طالبان یو ځل بیا په افغانستان کې واکمن شول او امریکايي مقامات وايي چې له هاغه را وروسته یې د تخلیې په پروګرام کې د یو شمېر بهرنیانو په ګډون شاوخوا ۱۲۴۰۰۰ کسان له افغانستان څخه انتقال کړل.

په دوی کې د بهرنیو ځواکونو افغان همکاران، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو غړي، خبریالان، مدني فعالان، د بشري حقونو مدافعان او نور شامل دي چې د چارواکو په خبره تر ۷۰۰۰۰ زیات یې امریکا ته انتقال شوي دي.