د ځمکني توتانو له کر او حاصلاتو خوښ یو- د کندهار کروندګر 

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې یو شمیر کروندګر چې نور یې د کوکنارو له کر لاس اخیستی او د ځمکنیو توتانو کرلو ته یې مخه کړې ده وايي، چې ځمکني توت ښه حاصل ورکوي او دوی یو شمیر کارګر هم په کار بوخت کړي دي. 

په کندهار کې یو شمیر کروندګر چې نور یې د کوکنارو له کر لاس اخیستی او د ځمکنیو توتانو کرلو ته یې مخه کړې ده وايي، چې ځمکني توت ښه حاصل ورکوي او دوی یو شمیر کارګر هم په کار بوخت کړي دي.

دغه کروندګر وايي، ځمکني توت د نشه يي توکو یو غوره بدیل کښت دی.

ګل احمد چې مخکې یې د نشه یې توکو کښت کاوه وایې د ځمکني‌ توتو حاصلات یې ښه دي او په مارکېټ کې هم په ښه بیعه پلورل کیږي.

ګل احمد وایې: ”د سټرابیري کښت چې موږ تجربه کړ پایله یې ډېره ښه ده تر ۲۵ پوري کسان زموږ سره د حاصلاتو د راټولو بسته بندی او تر مارکېټ پوري د رسولو په برخه کې کار کوي چې سل ګرامه یې تر پنځوس افغانیو پوري په مارکېټ‌ کې بیه لري دا د تریاکو او نورو نشه یې توکو تر ټولو غوره بدیل دی چې حلاله روزي هم ده“.

د نشه یې توکو یو شمېر پخواني کرونده ګر وایې چې د یاد کښت په وجه یې د سیمي ځوانان د نشه یې توکو معتادین شوي او تر څنګ یې نوري ټولنيزي ستونزي هم را پیدا کړي.

دوی زیاتوي چې که کرونده ګر د مارکېټ اړتیاوي وپيژني نو ګڼ داسې کښتونه شته چې د نشه یي توکو په پرتله ښه ګټه او زیات حاصل ور کوي.