په لغمان کې د معتادینو شمیر ډیر او بسترونه کم دي- چارواکي 

Your browser doesn’t support HTML5

لغمان کې د مخدره موادو د روږدو د درملنې د یوه مرکز مسؤلین وايي چې پدغه ولایت کې د معتادینو شمیره زیاته او د درملنې امکانات کم او ستونزې یې ډیرې دي. 

لغمان کې د مخدره موادو د روږدو د درملنې د یوه مرکز مسؤلین وايي چې پدغه ولایت کې د معتادینو شمیره زیاته او د درملنې امکانات کم او ستونزې یې ډیرې دي.

د لغمان د معتادینو د درملنې د شل بستریز روغتون امر ډاکټر کمال امریکا غږ ته ویلي چې د تیر جمهوري نظام په وخت کې د یوې سروې له مخې پدغه ولایت کې د ۱۰۰۰۰ په شاوخوا کې د معتادینو شمیره اټکل شوې وه.

هغه وویل د دومره شمیرې لپاره شل بستریز روغتون دی چې نه یوازې په ټوله کې بسنه نه کوي بلکې حتی همدا روغتون هم اوس د امکاناتو له کمي او معتادینو ته د غذا د برابرولو او نورو اسانتیاو له نشتوالي سره مخامخ دی.

ډاکټر کمال وویل: ”د روږدو ناروغانو مشکلات دلته د لغمان په سطحه باندې ډېر زیات دي. دلته معتادین مونږ ډېر لرو. د مواد مخدر د ریسرچ له مخې د تېر نظام مونږ د ۱۰۰۰۰ نه پورته معتادین لرو. دلته مونږ سره څه د پاسه ۵۰۰۰ ناروغان راجستر دي. مشکلات دلته شته دي. اعاشې سیستم بالکل دلته نه وو. مقاماتو او انجیوګانو سره په تماس کې یو خو تر اوسه پاتې دي. دا ۲۰ بستریز روغتون دی، مونږ تېر نظام کې پیشنهاد ان تر وزارت ماليې پورې ورسېده چې دا ۵۰ بستریز شي متاسفانه چې ونه شو او اوس د امارت په وخت کې هم دا کوشش روان دی“.

دی له طالبانو او نړیوالو مرستندویه ادارو غواړي، چې په دې برخه کې د معتادینو له روغتون سره مرستې وکړي، که نه نو په دومره زیات شمېر کې د نشه يې توکو د روږدو کسانو درملنه ستونزمنه ده.

څه موده وړاندې د طالبانو د حکومت د لغمان والي امریکا غږ ته ویلي وو، چې د ملي سوداګرو او مرستندویه مؤسساتو سره یې د مخدره موادو د معتادینو درملنې په خاطر خبرې کړي ترڅو د درملنې په برخه کې امکانات ورته برابر کړي.

والي ذین العابدین عابد دا هم ویلي وو، چې اوس مهال پدې ولایت کې په نشه يې توکو د روږدو لپاره شل بستریز روغتون د معتادینو د ډیروالی په وجه کافي ندی او هڅه کوي په نشه يې توکو د روږدو درملنې په موخه شخصي کورونه په کرایه ونیسي.