امریکا کې یوې اسلامي خیریه موسسې افغان زلزله ځپلو ته ۱۰۰زره ډالر راغونډ کړي

Afghanistan Earthquake

په امریکا کې یوې اسلامي خیریه موسسې د افغانستان د زلزله ځپلو کورنیو سره د مرستې د پاره نږدې ۱۰۰ زره ډالر راغونډ کړي دي.

د امریکا د اسلامي مرستو د موسسې (Islamic Relief USA) کارکوونکي وايي د تیرې اوونۍ له زلزلې وروسته یې خپل ټول پام په دغه زلزله کې د زیانمنو شویو کورنیو د پاره د مرسته راټولولو ته اړولی دی. محمد نیاز ددغې موسسې د مرستو راټولولو مسوول دی.

ښاغلي نیازي په دې اړه وايي: "موږ چې هرکله په خپلې ټولنې د مرستې غږ کړی موږ یې نه یو ناهیلي کړي. هغه خلک یې نه دي ناهیلي کړي چې مرستې ته اړ دي. موږ نن د یوې کوچنۍ ډلې، چې شاوخوا ۱۰۰ کسان کیږي، په مرسته۱۰۰ زره ډالر راټول کړل."

اولا صبیح څه دپاسه ۳۰ کاله وړاندې متحده ایالاتو ته را کډه شوې ده. نوموړې وايي له اړمنو سره مرسته یو نېک کار دی: "د افغانستان په زلزله کې مې د ویجاړیو خبرونه ولیدل او هلته مې یتیم ماشومان ولیدل، و مې غوښتل مرسته وکړم. نو په همدې خاطر د اسلامي خیریه موسسې د مرستو راټولولو دې مراسمو ته راغلم. افغانستان یو جنګ ځپلی هیواد دی. دا چې زه په دې وطن [امریکا] کې ژوند کوم او ددې توان لرم چې د یو چا سره مرسته وکړم، نو دلته راتګ او مرسته کول خپل مسوولیت ګڼم."

د امریکا د اسلامي مرستو د موسسې د لویدیځې برخې مسئول همایون جمالي چې افغان الاصله امریکايي مرسته کوونکی دی وايي، د مرستو راټولول د ستونزو یوه برخه ده، ځکه چې متحده ایالاتو افغانستان ته د پیسو پر لیږد بندیزونه لګولي دي.

هغه وايي: "کله چې امریکا خپل ځواکونه له افغانستانه وایستل، دوی په افغانستان کې د بانکدارۍ او نورو سوداګریزو راکړو ورکړو په برخه کې یوه اندازه محدودیتونه وضع کړل، چې له مخې یې، تر دې وروستیو پورې یوې کورنۍ کولای شول چې د ورځې یوازې ۱۰۰ ډالر له خپل بانکي حساب څخه وباسي."

په کابل کې د طالبانو حکومت د امریکا په حکومت غږ کړی چې په بهرنیو مرستو دې خپل بندیزونه لري کړي، تر څو د زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره لاره هواره شي. د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر خبریالانو ته وویل چې متحده ایالات په بیړه کار کوي تر څو د دغو پیسو د کارولو په اړه پیچلې پوښتنې حل کړي او ډاډ ترلاسه شي چې دا د افغانستان خلکو ته ګټه رسوي، نه طالبانو ته.

ملګرو ملتونو د تیرې اونۍ په زلزلې کې د مړو شمېر ۱۱۵۰ تنه ښودلی، او ویلی یې دي چې ښايي دا په افغانستان کې په تېرو دوو لسیزو کې تر ټولو خونړۍ زلزله وي.