د لاس رسي وړ اتصالات

بې وزلي زلزله ځپلي د خپلو کورونو رغولو ته حیران دي


د پکتیکا او خوست په ولایتونو کې له زلزله ځپلو کورنیو سره بېړنۍ مرستې روانې دي. خو په دغو غرنیو سیمو کې ولسونه اوس دې ته حېران دي چې خپل ویجاړ شوي کورونه څنګه له سره آباد کړي.

اټکل کېږي چې د زلزلو له کبله درې زره کورونه نړېدلې دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وایي چې ۸۰۰ کورنۍ له سرپناه پرته په آزاده فضا کې شپې سبا کوي.

د تیرې چهارشنبې د ورځې زلزلې د هېواد داسې یوه برخه سخته ځپلې ده چې بې وزلي پکې له وړاندې ډېره زیاته وه. حکومتي رسنۍ وایي په پکتیکا او خوست کې د زلزلې په نتیجه کې ۱۱۵۰ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور خلک ټپیان دي.

زلزله ځپلو ته د مرستو د رسولو په چارو کې د طالبانو څارونکی مولوي احمد وايي: "د افغان او نورو مرستندویه موسسو له خوا راوړل شوې مرستې دلته هره ورځ نږدې زرو کورنیو ته وېشل کیږي او دغه بهیر دوام لري ".

په پکتیکا او خوست کې کرنیزې ځمکې کمې دي. د سیمې خلک اکثره په هغو پیسو ژوند کوي چې خپل خپلوان یې ورته د پاکستان، ایران او نورو بهرنیو هېوادونو څخه رالېږي.

د سیمې اوسېدونکی فضل غني وايي: "موږ له دوی [طالبانو] څخه غواړو چې ښوونځي راته جوړ کړي. هیڅ ښوونځي او مدرسه نلرو، روغتون نلرو. له دوی مو همدا غوښتنه ده. سرکونه هم نلرو. له دولت څخه مو همدا غوښتنه ده. "

د سیمې بل اوسېدونکی نېکمر ګل وايي: "اوس هم کله کله ځمکه ټکان خوري او موږ د کور داخل ته نشو تلای. کورونه مو ډېر تخریب شوي. د ديوالونو او چت د رالوېدو امکان یې ډیر دی. د ځمکې د دوامدارو جټکو له آمله بهر ویده کیږو."

نېکمر ګل دې ته سخت اندېښمن دی چې په زلزله کې زیانمن شوی کور به یې ممکن ددغو دوامدارو ټکانونو له آمله ونړېږي.

د سیمې یو بل اوسېدونکی، محمد انور وايي: "یو کور هم نه شئ موندلای چې حتی یوه خونه یې د استوګنې وړ وي. موږ ته د خوړو ډېرې بستې راځي خو زموږ اصلي اړتیا د کورونو بیا جوړونه ده. خلک د خپلو کورونو د جوړولو لپاره مرستې ته اړتیا لري او ددې لپاره پیسې پکار دي".

د طالبانو یو شمېر چارواکو په زلزله ځپلو سیمو کې له ولسونو سره لیدلي دي. دوی وایي چې لا نورو مرستو ته اړتیا ده.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر، خلیل الرحمن حقاني وايي: "ښوونځي، جوماتونه، مدرسې او نور ځایونه ویجاړ شوي دي. خلک کافي اوبه او خواړه هم نلري. خلک خیمو ته عاجل ضرورت لري. همدا نن او پرون د زلزلې په تازه ټکانونو کې ځینې خلک ژوبل شوي دي".

د تیرې اونۍ په زلزله کې زیانمنې شوې کورنۍ په داسې حال کې د خپلو کورنو بیارغولو ته اندېښمنې دي چې د نړۍ هېوادونو پر افغانستان خپلې پرمختیايي پروژې درولي او د افغانستان میلیاردونه ډالر شتمني کنګل شوې ده. نړیواله ټولنه طالبان په رسمیت نه پېژني او ورڅخه غواړي چې یو ټول شموله حکومت رامنځته کړي او بشري حقونو ته درناوی وکړي.

XS
SM
MD
LG