په کنړ کې د هندواڼو ځینې کروندګر له حاصلاتو خوښ ندي 

Your browser doesn’t support HTML5

د کنړ ولایت د خاص کنړ په ولسوالۍ کې د هندواڼو یو شمیر کروندګر وايي د تېر کال په پرتله سږ کال د هندواڼو کر کیله کمه شوې او د اوبو د کمښت له کبله  کروندګرو حاصلات ښه نه دي راغلي. 

د کنړ ولایت د خاص کنړ په ولسوالۍ کې د هندواڼو یو شمیر کروندګر وايي د تېر کال په پرتله سږ کال د هندواڼو کر کیله کمه شوې او د اوبو د کمښت له کبله کروندګرو حاصلات ښه نه دي راغلي.

د دې ولسوالۍ په تنر او یو شمېر نورو سیمو کې ځیني کروندګرو هندواڼې کرلي، خو سږ کال يې له حاصلاتو خوښ نه بریښي.

دوی وايي لګښتونه يې پرې ډېر راغلي او اوس د هندواڼو د پلور بازار لکه د تېر جمهوري نظام په څېر نه دی.

عتیق الرحمن په تنر سیمه کې په شاو خوا یو جریب ځمکه د هندواڼو کر کړی دی، چې په خبره يې تېرو کلونو کې به يې درې او څلور جریبه هندواڼې کرلې.

هغه وايي، د نظام بدلون د هندوانو په کر کیله باندې خورا اغیز پريښی، چې بازار يې نشته او لګښتونه هم لوړ تللي دي.

عتیق الرحمن امریکاغږ ته وویل:”یو خو اقتصادي مشکلات ډېر زیات وو، بل تېر کال يې حاصلات ډېر زیات وو ځکه ویاله کې اوبه راتلې. بارانونه هم و. سږ کال ویاله وچه ده او اوبه هم نشته دي. د اسمان نه را باندې بارانونه هم نشته. نو ځکه د هندوانو حاصلات کم دي“.

هغه وايي، پلار او زامن په کرکیله کې بوخت وي او له دې لارې د کورنۍ نفقه برابروي، خو سږنی کال يې ان اجارې هم نه دي پوره شوي.

د عتیق الرحمن په خبره، چې یو چین هندواڼې يې ترې را ټولې کړي او دویم چین ته يې انتظار باسي.

د کنړ هندواڼې د مرکز اسعداباد سربېره د ننګرهار ښېوې، جلال اباد او کابل ولایت ته هم لېږدول کېږي.

کنړ هم یو له هغو ولایتونو دی چې بزګران پکې د کوکنارو د بدیلو کښتونو ترویج او مارکیټ غواړي.