د دیني علماو لویې غونډې له نړۍ وغوښتل چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپيژني

عکس: د افغانستان ملي ټلویزیون

په پلازمینه کابل کې د طالبانو د حکومت له خوا د افغانستان د علماوو را بلل شوې درې ورځنۍ غونډه نن شنبه جولای دویمه (چنګاښ ۱۱) د یو پریکړه لیک په صادریدو سره پای ته ورسیده.

ددغه ۱۱ ماده ایز پریکړه لیک په یوې برخه کې د سیمې او نړۍ پر هیوادونو، پر ملګرو ملتونو او نورو سازمانونو غږ شوی چې «اسلامي امارت» د مشروع نظام په توګه په رسمیت وپيژني، تعامل ورسره وکړي او پرې ټول لګیدلي بندیزونه لرې کړي.

په دغه پریکړه لیک کې همدارنګه ویل شوي چې په افغانستان کې رامنځته شوي اسلامي نظام افغانستان، سیمي او نړۍ ته متوجه ګواښونه خثنی کړي او په خبره یې ملاتړ یې نه یوازې د افغانستان او سیمې بلکې د ټولنې نړۍ په ګټه دی.

د غونډې ګډونوالو همدرانګه له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د بیاروغونې په پرخه کې د افغانستان ملاتړ وکړي.

دوی همدارنګه وویل چې رامنځته شوي اسلامي نظام په حکومتدارۍ کې د اختلاس، غصب او فساد کلتور ختم کړی او په افغانستان کې یې یو قوي نظام رامنځته کړی دی.

د دیني علماو په پرېکړه لیک کې همدارنګه د سیمې او نړۍ له هیوادونو څخه غوښتل شوي چې د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله ونکړي.

د غونډې ګډونوالو د دې ترڅنګ په افغانستان کې د مخدره موادو بندېدو په اړه د طالبانو د مشر له فرمان څخه هم ملاتړ اعلان کړ.

که څه هم توقع وه چې د علماوو په دې غونډه کې به د تعلیم، تحصیل، اقتصاد، بیکاري ، بیوزلي او د میرمنو د دندو په اړه پریکړې کیږي، خو دې موضوعاتو ته په پریکړه لیک کې لنډه اشاره شوې ده.‌

د غونډې ګډنوالو پخپل پرېکړه لیک له «اسلامي امارت» څخه غوښتي چې دیني او عصري تعلیم او متوازن انکشاف ته خاصه توجه وکړي: "پر اسلامي امارت غږ کوو چې ،عدالت دیني او عصري تلیم، صحت، زارعت، صنعت، د اسلامي مقدس شرعیت په رڼا کې د اقلیتونو ماشومانو، مېرمنو او ټول ولس حقوقو او په ټوله کې هر اړخیز پرمختګ اقتصادي ودي او متوازن انکشاف ته خاصه توجه وکړي."

په دغه پرېکړه لیک کې ویل شوي چې داعش خوارج او باطله ډله ده او په وینا یې سره مرسته او تعلق شرعاً ناروا عمل دی.

طالبان په داسې حال کې د نړیوال مشروعیت غوښتنه کوي چې د متحدو ایالتونو په ګډون د نړۍ هیوادونه په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځو، نجونو او اقلیتونو باندې په لګیدلو محدودونو ژوره اندیښنه ښودلې او دې مواردو ته یې درناوی له طالبانو سره د تعامل اساسي ټکي یاد کړي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د مۍ ۲۴ له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې د بشري حقونو او افغان میرمنو په وړاندې محدود کوونکي سیاستونه "ډیر ژر" بدل کړي.

دغې شورا همدارنګه د ټلویزیونونو په ګډون په عام محضر کې د میرمنو د مخونو د پټیدو د اعلان په اړه د طالبانو په اقدام "ژوره اندیښنه" وښوده.

خو د طالبانو مشر ملا هبت الله د جمعې په ورځ دې غونډې ته په وینا کې یو ځل بیا ددې ډلې په سخت دریځ ټینګار وکړ او وویل: "نړۍ دې د افغانستان په چار کې مداخله نه کوي، موږ مستقل یو د هیچا فرمایشات نه منو."

په کابل کې د طالبانو لخوا د رابلل شوي لویې غونډې د تیرو دوو ورځو بحثونه تر ډيره پوري په افغانستان کې له «اسلامي نظام پر ملاتړ او ددغه نظام پیاوړتیا، د چارو پر ښه تر سره کېدو، ملي یووالي او د خپلمنځي اختلافاتو په له منځه وړلو» ور ټول وو.

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته لومړی ځل دی چې دوی په افغانستان کې د دیني عالمانو لویه غونډه جوړوي. د تیرو شاوخوا لسو میاشتو په تېرېدو سره تر دا مهاله د طالبانو حکومت د هیڅ هیواد لخوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی.

طالبان ادعا کوي چې د نړیوال مشروعیت لپاره یې ټول شرایط پوره کړي دي. د متحده ایالتونو په ګډون نړیوالې ټولنې طالبانو ته شرط ایښی چې که په رسمیت پیژندل غواړي باید په حکومت کې د افغانستان ټولو سیاسي ګوندونو، مېرمنو او مذهبي او قومي اقلیتونو ته برخه ورکړي.

د طالبانو لپاره بل شرط دا هم دی چې باید بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د کار او زده کړې حق ته درناوی وکړي.