په کندهار کې تر زرو زیات معتادین په زندان کې ساتل کیږي - چارواکي

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې د طالبانو د حکومت د عمومي زندان مسؤلین وايي، چې له څه باندې ۱۷۵۰ بندیانو څه کم ۱۱۰۰ هغه زندانیان دي، چې په نشه يي توکو اخته دي او دوی د درملنې لپاره په زندان کې ساتلي دي. 

په کندهار کې د طالبانو د حکومت د عمومي زندان مسؤلین وايي، چې له څه باندې ۱۷۵۰ بندیانو څه کم ۱۱۰۰ هغه زندانیان دي، چې په نشه يي توکو اخته دي او دوی د درملنې لپاره په زندان کې ساتلي دي.
د کندهار د عمومي محبس مسئول مولوي سید اختر محمد اغا حسیني امریکا غږ ته وویل چې له دوی سره په زندان کې ۱۰۸۷ تنه د نشه يي موادو معتادین بندیان دي، چې د کندهار له بیلا بیلو برخو څخه یې راغونډ کړي او اوس په زندان کې ساتل کیږي.
دی زیاتوي چې د دغو معتادینو د درملنې تر څنګ هغوی ته د حرفوي زده کړو په برخه کې هم عملي کار کوي.
نوموړي وويل: «له مونږ سره في الحال د کندهار په عمومي زندان کې ۱۰۸۷ زندانیان شته چې ۱۰۸۷ تنه یې معتادین دی د دوی د درملنې کار روان دی چې تر درملنې وروسته به ټولنې ته بیرته وړاندي شي.»
د کندهار د زندان دغه مسؤل وايي چې په بندیانو کې د مخدره موادو یو شمېر پلورونکي هم شامل دي. د کندهار د زندان مسئول حسینی وایې چې ساقیان معتادینو ته نشه یې توکي چمتو کوي ځکه خو دوی ته لومړی هدف دی.
هغه وویل: «موږ ساقیان هم زنداني کړي چې دوی په ښار کې پر معتادینو نشه یې توکي پلوري موږ دغه کسان په نښه کړي او اوس زنداني دي. موږ هڅه کړې چې لومړی ساقیان یا د نشه یې توکو پلورونکې په نښه او زنداني کړو تر هغه وروسته په دوهم ګام کې د معتادینو د درملنې لپاره هڅه کوو.»

واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د دوی حکومت په ګڼو ولایتونو کې زندانونه تش کړل او بیا یې د حکومت په لومړيو کې له ښارونو معتادین راټول او په زندانونو کې یې د درملنې لپاره ساتلي دي.

د طالبانو د حکومت د چارواکو په وينا په افغانستان کې شاوخوا پنځه ملیون وګړي په نشه یي موادو روږدي دي.