طالبان: کابل کې حمله نه بلکې د جنایت کارانو پر ضد عملیات شوي

په داسې حال کې چې په افغانستان رسنیو د کابل د خیرخانې په ۳۱۵ سیمه کې د وسله والې نښتې او چاودنې خبر ورکړی خو طالبان وایي چې هغوی د جنایت کارانو په وړاندې عملیات کړي دي.

هشت صبح ورځپاڼې د سیمې د یو شمیر اوسیدونکو په حواله راپور ورکړی چې وسله والو کسانو د طالبانو پر پوسته د دریو راکټونو په توغولو سره له هغوی سره نښته کړېده.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یو ټویټ په کولو څرګنده کړې:" د کابل په صه صدو پانزده فامیلي سیمه کې د خوارجو په یو پټنځای عملیات د دوه خوارجو په وژلو او د څلورو نورو په وژلو سره پای ته ورسیدل."

یو شمیر رسنیو د ځینو سرچینو په حواله چې نوم ورڅخه ندی اخیستل شوی راپور ورکړی چې طالبان په سیمه کې د داعش له تندلارو سره په نښته واوښتل او د ۳۱۵ ټوله سیمه د طالبانو له خوا محاصره شوې ده.

خو د طالبانو دې ویاند زیاته کړې ده چې په دې علمیاتو کې د جنایتکارانو ګڼ شمیرې وسلې او وسایل له منځه وړل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:" دغو جنایتکارانو په کابل کې د تخریبي اعمالو اراده درلوده چې په نطفه کې خنثی شول."

د کابل دغه پښه په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې طالبانو له دې وړاندې د کابل په ګډون افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د داعش د خراسان څانګې پورې د اړوندو کسانو پر ضد د عملیاتو د ترسره کیدو خبر ورکړی دی.