د طالبانو مشر: نړۍ سره د شریعت په رڼا کې تعامل کوم

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د لوی اختر په مناسبت وینا کې ویلي چې له نړۍ سره د شریعت په رڼا کې تعامل کوي.

د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون د معلوماتو په اساس نن شنبه جولای نهمه (چنګاښ (۱۸) د کندهار په لویه عیدګاه کې د اختر لمونځ د ملا هبت الله اخندازه په امامت تر سره شوی او خلکو ته یې وینا هم کړې ده.

د سرچینې د معلوماتو په اساس د طالبانو رهبر خلکو ته وینا کې ویلي چې له نړۍ سره د شریعت په چوکاټ کې تعامل کوي او په خبره یې د شریعت تر احکامو به هیڅ کله ورتیر نشي.

د تیر په شان، دا ځل هم د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندازده د وینا ویډیو او یا انځور نه دی ښودل شوی.

د ملي راډیو تلویزیون د رپوټ په اساس نوموړي ویلي چې له چا سره جګړه نه غواړي او هره اړیکه به یې د شریعت په چوکاټ کې وي. نوموړي ویلي چې اراده او عزم یې په افغانستان کې د شریعي نظام پلي کول دي او د شریعت خلاف کار ته به اجازه ورنکړي.

دا په داسې حال کې ده چې نوموړي تر دې مخکې ویلي و چې حکومت یې د امریکا متحده ایالاتو او نړۍ سره د "ښو او پیاوړو" اړیکو غوښتونکی دی.

ښاغلي اخندزاده د چهارشنبې د جولاۍ شپږمه (چنګاښ ۱۵) د لوی اختر په مناسبت پیغام کې یو ځل بیا ګاونډیو هیوادونو او نړۍ ته ډاډ ورکړ ی و چې د افغانستان له خاورې څخه به هیڅ هیواد ته کوم ګواښ متوجه نشي او له هغوی یې هم غوښتي چې د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله ونکړي.

د طالبانو مشر ویلي دي: "موږ د امریکا په شمول له ټولې نړۍ سره د متقابل تعامل او تعهداتو په چوکاټ کې ښې او پياوړې دپلوماتیکي، اقتصادي او سیاسي اړیکې غواړو او دا د ټولو جهتونو په خیر بولو."

پر همدې مهال د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند هم په ارګ کې د لوی اختر په مناسبت وینا کې ویلي چې دوی غواړي د افغانانو اقتصادي ستونزې هواري کړي، خو په خبره یې له طالبانو سره په تیرو شلو کلونو کې جنګېدونکی «دښمن» نه غواړي چې افغانان هوسا شي.

نوموړي که څه هم په مشخص ډول د کوم چا یا هیواد یادونه نه ده کړې، خو زیاته کړې ده چې هغوی اوس هم د اقتصادي بندیزونو ترڅنګ غواړي چې بېلا بېلې ستونزې ورته ورسوي.

هغه ویلي: "کوښښ کوي چې اوس هم هر نوعه تکلیف، مشکلات، اقتصادي بندیزونه او نور ډول ډول تکلیفونه ورته ورسوي، نه د هغه مسلمانانو شتمني پرېږدي چې ور ازاده یې کړي، نه یو بل څوک ودې ملک ته پرېږدي چې دا ملک ته راسي پانګونه وکړي د دغه مظلمانو سره مرسته وکړي او یوه اندازه د دوی اقتصاد قوي شي."

د طالبانو رئیس الوزرا وویل چې د طالبانو حکومت ټولو ته ډاډ ورکړی چې د بل چا په کورنیو چارو کې به مداخله نکوي او امنیت ته یې ستونزې نه جوړوي.

نوموړي همدرانګه د طالبانو حکومت له وسله والو مخالفینو څخه غوښتي چې په بهر کې ناستو کسانو په غوښتنه دي نه جنګیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرو شاوخوا لسو میاشتو په تېرېدو سره تر دا مهاله د طالبانو حکومت د هیڅ هیواد لخوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی.

طالبان ادعا کوي چې د نړیوال مشروعیت لپاره یې ټول شرایط پوره کړي دي. د متحده ایالتونو په ګډون نړیوالې ټولنې طالبانو ته شرط ایښی چې که په رسمیت پیژندل غواړي باید په حکومت کې د افغانستان ټولو سیاسي ګوندونو، مېرمنو او مذهبي او قومي اقلیتونو ته برخه ورکړي.

د طالبانو لپاره بل شرط دا هم دی چې باید بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د کار او زده کړې حق ته درناوی وکړي.