په کنړ کې سږ کال د غوزانو حاصلات تر پخوا کم شوي دي - چارواکي 

Your browser doesn’t support HTML5

د کنړ د کرهڼې د ریاست چارواکي وايي، چې سږ کال وچکالۍ د غوزانو بڼوالي زیانمنه کړې ده او له تېر کال نه يې حاصلات کم اټکل شوي دي. 

د کنړ د کرهڼې د ریاست چارواکي وايي، چې سږ کال وچکالۍ د چهارمغزو بڼوالي زیانمنه کړې ده او له تېر کال نه يې حاصلات کم اټکل شوي دي.

د دې ریاست د ځنګلاتو امر عبدالواسع احساس امریکاغږ سره په خبرو کې وویل چې سږ کال وچکالي ډېره وه نو د همدې له امله د غوزانو حاصلات هغه رنګه نه وو چې تیر کال وو.

هغه وویل په ټوله کې چهارمغزو پدغه ولایت کې ښه نتیجه ورکړې ده او شاوخوا نهو ولسوالیو کې يې د چارمغزو بوټي کرل شوي دي، چې ګڼ شمېر يې هر کال حاصل ورکوي.

د ځنګلاتو امر وویل، چې تېر کال شاو خوا ۱۳۰۰ هکټاره ځمکې چهارمغزو حاصلات ورکړي وو، چې لږ تر لږه له ۲۵۰ میلیونه افغانیو نه تر ۳۰۰ میلیونو افغانیو پورې یې بڼوالو ته عاید کړی دی.

عبدالواسع احساس وویل: تېر کال ۱۳۰۰ سوه هکټاره چهارمغزو له ۲۷ نه ۳۰۰ ټنو پورې حاصل ورکړی وو، چې باغدارانو ته ترې ۲۵۰ نه تر ۳۰۰ میلیونه افغانیو پورې عواید لاسته ورغلي وو. سږ کال بارانونه کم وو. د ځنګلاتو د وهل کېدو له امله د اوبو ذخیرې ډېرې کمې دي، د هماغې په اساس باندې زمونږ تفاوت شته دی.

هغه وايي، سږ کال شاو خوا ۲۰۰ نه تر ۲۵۰۰ زره ټنو پورې اټکل شوي دي، چې ۱۸۰ نه تر ۲۵۰ میلیونه افغانیو پورې وړاندوینه شوې ده.

د معلوماتو له مخې د کنړ په یخو سیمو لکه، دانګام، چپه دره، پیج دره، څوکۍ او یو شمېر نورو سیمو کې تر ۱۵۰۰ سوه هکټاره ځمکه باندې چهارمغز کرل شوي دي.

د چهارمغزو حاصلات د بڼوالو په اقتصادي وضعیت خورا مستقیمه اغیزه لري او ګڼ شمېر ځوانانو ته په کې د کار زمینه هم برابرېږي.