د کندهار یو شمیر کروندګر وايي طالبانو کوکنار بند کړل خو مرستې یې درک نه لري 

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار یو شمیر کروندګر چې اوس یې د کوکنارو په ځای یې نورو کښتونو ته مخه کړې ده. هغوی وايي، چې د طالبانو مشر خو د کوکنارو په کرلو بندیز ولګوه، ولې له بزګرانو سره یې د مرستو هیڅ څرک نشته دی. 

د کندهار یو شمیر کروندګر چې اوس یې د کوکنارو په ځای یې نورو کښتونو ته مخه کړې ده. هغوی وايي، چې د طالبانو مشر خو د کوکنارو په کرلو بندیز ولګوه، ولې له بزګرانو سره یې د مرستو هیڅ څرک نشته دی.

له دغو کروندګرو څخه یو هم اسدالله دی. هغه وايي، د طالبانو د کوکنارو د نه کرلو امر مني خو کمک دې ورسره وشي.

اسدالله امریکا غږ ته وویل: ” طالبانو امر کړی دی چې تاریاک به بند وي. تاریاک به بندیږي. ماتوي یې! نه یې پریږدي. نو د هغه په بدل کې دولت دې مونږ سره کمک وکړي“.

دغه کروندګر وايي، چې لا تراوسه هم د پلار نیکه تخمونه کري او اصلاح شوي نوي تخمونه د کرلو لپاره ندي ورکړل شي.

هغه وویل:”لا تراوسه مو د پلار نیکه تخمونه دي. هغه نتیجه نه ورکوي. مونږ ته دې تخمونه راکړي. هینجه ده زعفران دي، داسې قیمتي شیانو مرسته دې وکړي“.

اسدالله وايي، د اپینو پلور ورته ډیره ګټه کوله او سمدستي پلورل کیده. هغه وايي، خپل ټیټ اقتصادي حالت ته اندېښمن دی او له مجبورۍ یې داسې کښتونو کې ځان بوخت کړی چې چندان ګټه هم ورڅخه نشي اخیستلی.

کروندګر وايي، چې که امکانات ورته برابر شي نو د نشه يي توکو کښت ته به زیات خلک زړه ښه نه کړي.

د روان میلادي کال د اپریل په میاشت کې د طالبانو مشر ملا هیبت الله د کوکنارو په کر بندیز ولګوه، خو ډیری کروندګر بیا وايي، چې د طالبانو دا بندیز داسې مهال لګول شوی چې نه یوازې د طالبانو حکومت د بدیلو کښتونو په ورکړه او بزګرانو سره په مرستو کې پاتې راغلی بلکې لا هم په رسمیت ندی پيژندل شوی.