پرایس: ایران پر روسیې په اتکا سره ځان په خطر کې اچوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس

متحدو ایالتونو د چهار شنبې په ورځ جولای ۲۰ (چنګاښ ۲۹) ایران ته خبرداری ورکړ او ویې ویل له دې چې په نړۍ کې پر منزوي شوي هیواد روسیې اتکا کوي، خپل موقعیت په خطر کې اچوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس خبریالانو ته وویل:" ایران اوس له هغو لږ شمیر هیوادونو سره چې د بیطرفۍ تظاهر یې کاوه، یوځای شوی او د اوکراین او د اوکراین د خلکو په وړاندې د پوتین او د هغه له جګړې څخه ملاتړ کوي."

خو ښاغلي پرایس وویل ایران د ۲۰۱۵ کال اټومي قرار داد ته په ستنیدو سره کولی شي په ټوله نړۍ کې له نورو هیوادونو سره تازه اقتصادي‌ اړیکي جوړي کړي.

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د سه شنبې په ورځ له خپل ایراني‌ او ترکي سیال سره د سوریې د کړکیچ او له اوکراین څخه د غله جاتو د صادرولو په ګډون د سیمه ایزو مسایلو په اړه د خبرو لپاره تهران ته ولاړ.

د ایران مذهبي مشر ددغې غونډې په ترځ کې له پوتین سره وکتل او له مسکو سره یې د اوږدمهاله همکاریو غوښتنه وکړه. ایران له دې مخکې د ملګرو ملتونو په سازمان کې پر اوکراین د روسیې د برید د غندلو په اړه د بې طرفۍ رایه ورکړې وه.

سره له دې چې امریکا د ایران په غونډه نیوکه کړې، د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې "CIA" رئیس ویلیم برنز چې د یو منځګړي په توګه د ایران په اټومي هوکړه کې رول لوبولی وویل ایران او روسیه د سیاسي انزوا د ماتیدو او له بندیزونو سره د مبارزې په هدف نږدې شوي دي.

ښاغلي برنز وویل:"که هغوی یو بل ته ضرورت ولري، په دې خاطر چې د انرژۍ رقیبان او تاریخي رقیبان دي، نو واقعا په یو بل اعتبار نلري."

مسکو په ایران کې د مداخلې پخواني سابقه لري او د شلمې پیړۍ په لومړیو کې د هغه هیواد مهم تبریز ښار ونیو او په ۱۹۴۱ کال کې پر یاد هیواد د برید په هدف له بریټانیا سره یوځای شو.

د سي ای اې رئیس وویل:" هغه (پوتین) په دې باور دی چې د روسیې د رهبر په توګه د هغه ونډه داده چې روسیه یوځل بیا په یو ستر قدرت بدله شي."

متحدو ایالتونو په دې وروستیو کې ویلي داسې شواهد لري چې ښکاره کوي روسیې له ایران څخه د بې پیلوټه الوتکو د ترلاسه کیدو غوښتنه کړې ده.