امیري: د تاشکند په کنفرانس کې 'هیچا په رسمیت د طالبانو د پيژندلو ملاتړ' ونکړ

د افغان نجونو او میرمنو د حقونو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري وایي د سه شنبې په ورځ جولای ۲۶ (زمري څلورمه) یې د تاشکند په کنفرانس کې د افغان میرمنو د حقونو په تامین، د همه شموله سیاسي پروسې په رامنځ ته کیدو او د ټولو قومونو په وړاندې د ناوړه چلند په پای ته رسیدو ټینګار وکړ.

میرمن امیري د یو لړ ټویټونو په کولو زیاته کړې چې هغې او د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي ټوماس وسټ د تاشکند په کفنرانس کې ټینګار وکړ چې دغو مواردو ته له پاملرنې پرته، په افغانستان کې امنیت، اقتصادي ثبات او سوله نشي راتللی.

د افغان میرمنو د حقونو په برخه کې د امریکا استازې پر یو ټویټ لیکلي:"دا د خوښۍ ځای دی چې د نجونو د تعلیم د حق او د اقتصاد سره د مرستې په هدف د میرمنو د کار کولو له حقونو څخه قوي نړیوال ملاتړ ولیدل شي."

میرمن امیري زیاته کړې، د تاشکند د کنفرانس اکثرو ګډونوالو د همه شموله سیاسي پروسې غږ وکړ او هیچا په رسمیت د طالبانو پيژندلو ته ملاتړ څرګند نکړ.

امیري پر یو بل ټویټ لیکلي، له طالبانو سره به په دوه اړخیزو خبرو کې برخه وانخلي خو خاص استازي ټوماس وسټ او د هغه همکارانو ته د افغانستان د اقتصادي ثبات د هڅو په برخه کې د پرمختګونو هیله کوي.

میرمن امیري زیاته کړې، د تاشکند د کنفرانس ګډونوالو ته یې ویلي:" ما له هغو ادعاوو سره چې د طالبانو پالیسي ګانې د افغاني فرهنګ پر اساس دي، مخالفت وکړ او استدلال مې وکړ چې ډیری افغانان د زده کړو، کار او د خپلو زامنو او لوڼو لپاره د ښې راتلونکې د فرصتونو هیله لري."

میرمن امیري د جولای میاشتې په لومړیو کې هم څرګنده کړې وه هغه مهال به له طالبانو سره وګوري چې هغوی په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې ډول د میرمنو او نجونو د حقونو د تامین په برخه کې عملي‌ ګامونه پورته کړي.

هغې د جولای په دویمه نیټه د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو او امریکایي استازو د لیدنې پرمهال وویل چې په دې خبرو کې یې له ګډون څخه ډډه وکړه.

بلخوا د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو خاص استازي توماس وست هم پر یو ټویټ لیکلي چې د تاشکند په کفنرانس کې یې د افغانستان لپاره د ګڼ شمیر هیوادونو له استازو سره یوځای په سختو شرایطو کې د میلیونو افغانانو لپاره په مخ کې د پرتو لارو پر سر خبرې وکړې.

کنفرانس ته د امیر خان متقي څرګندونې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د تاشکند نړیوال کنفرانس ته په وینا کې له ټولو هیوادونو وغوښتل چې "د افغانستان له اسلامي امارت" سره د دوه اړخیزو مشروع ګټو د باوري کولو لپاره رسمي تعامل وکړي.

نوموړي زیاته کړه دوی هوډ لري چې افغانستان نور د سولې، ثبات او اقتصادي همکاریو مرکز شي او په خبره یې د طالبانو حکومت ځان او نړۍ دواړو ته ثبات غواړي.

متقي زیاته کړه چې د طالبانو حکومت نوې بهرنۍ پالیسي اقتصاد محوره ده او ویې ویل چې د افغانستان ثبات د سیمې د ثبات ترڅنګ د سیمې په اقتصادي ښېرازۍ او پراختیا کې مهم رول لري.

نړیواله ټولنه د ښځو او نجونو او قومي اقلیتونو د حقونو تامین، همه شموله حکومت او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو شلول په رسمیت د طالبانو د پيژندلو لپاره اساسي شرطونه بولي.