بخښنې نړیوال سازمان: د طالبانو سختو سیاستونو له ښځو او نجونو د امن او ازاد ژوند حق اخیستی

د بخښنې نړیوال سازمان پخپل یو تازه راپور کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو د روان تاوتریخوالي په اړه اندېښنه ښودلې او په نړیوالې ټولنې یې غږ کړی د طالبانو له حکومت څخه وغواړي چې د ښځو او نجونو حقوقو ته درناوي وکړي.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ جولای ۲۷ (زمري ۵) ویلي چې طالبانو په افغانستان کې واک ته له رسېدو وروسته، د ښځو او نجونو اساسي حقوق، په ځانګړي ډول د کار او زده کړو حقوق نقض کړي دي او له دې آمله د افغان ښځو او نجونو دپاره یې ژوند سخت کړی دی.

د دغه سازمان په وینا، په افغانستان کې د کورني تاوتریخوالي له امله له کورونو څخه د وتلو ښځو د ساتنې او ملاتړ سیستم له منځه تللی دی. د بخښنې نړیوال سازمان د معلوماتو په اساس، په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په دوام، د ښځو او نجونو نیول او په کم عمر کې ودونه زیات شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان منشي اګنس کالامارد ویلي: "پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت څه کم یو کال وروسته، د هغوی سختو سیاستونو په میلیونونو ښځې او نجونې د امن او ازاد ژوند له حق څخه محرومې کوي."

د یاد سازمان په راپور کې ویل شوي چې یو شمېر افغان ښځینه فعالانې چې د خپلو حقوقو لپاره یې سوله ییز لاریونونه کول، د طالبانو حکومت لخوا نیول شوي او سخت چلند ورسره شوی دی. په راپور کې راغلي چې دغه زور زیاتی اوس هم دوام لري.

د بخښنې نړیوال سازمان

په راپور کې ویل شوي: "حکومتونه او نړیوال سازمانونه له هغې جملې د ملګرو ملتونو او امنیت شورا غړي هیوادونه، باید ژر تر ژره یوه قوي او همغږې ستراتیژي رامنځته او اجرا کړي تر څو په طالبانو د دغه تغیراتو لپاره فشار وارد کړي."

دغه سازمان د طالبانو له حکومت څخه همدارنګه غوښتي چې د ښځو او نجونو د حقوقو د ملاتړ په هدف، پخپلو اقداماتو او سیاستونو کې اساسي بدلونونه رامنځته کړي.

تر دې مخکې هم د نړیوالو سازمانونو او د ښځو د ملاتړ بنسټونو پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د ښځو او نجونو د کار او تعلیم حقوقو تر پښو لاندې کېدو په اړه اندېښنې ښودلي دي.

د طالبانو حکومت تر دا مهاله د بخښنې نړیوال سازمان د راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې ویلي و چې دوی د شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقوقو ته ژمن دي او په خبره یې ګڼې مېرمنې په بېلابېلو وزارتونو کې په کار بوختې دي او زیات شمېر نورو ته پر کور معاشونه ورکول کیږي.

که څه هم تمه وه چې د نجونو تر شپږم پورته ټولګي به د هغوی پر مخ پرانیستل شي، خو په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال د پیل په ورځ د طالبانو د پوهنې وزارت تر امر ثاني د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو بندېدو خبر ورکړ چې پراخ غبرګونونه یې وپارول.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو استازې تازه ویلي چې په دغه هیواد کې د ښځو حقوق شاته پاتې کېدل د نړۍ لپاره د «خطر زنګ» دی او په خبره یې داسې لیدل کیږي چې د څو لسیزو پرمختګ د څو میاشتو په اوږدو کې له منځه لاړ شي.