د لاس رسي وړ اتصالات

امیري: افغان مېرمنې نړۍ کې تر ټولو سختو محدودیتونو سره مخامخ دي


د افغان ښځو او نجونو د حقوقو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري وايي، افغان مېرمنې په نړۍ کې له سخت ترینو محدودیتونو سره مخامخ دي.

اغلې امیري د لوی اختر مبارکۍ په مناسبت پیغام کې د اسلامي نړۍ مشرانو او دیني علماو څخه غوښتي چې د افغانستان د خلکو په ځانګړي ډول د افغان مېرمنو افغان نجونو ترڅنګ ودریږي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د امریکا متحده ایالاتو په ګډون د ښځو د حقوقو د ملاتړ ګڼو بنسټونو په دغه هیواد کې پر ښځو د طالبانو حکومت لخوا د وضعه شوو محدودیتونو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

د دوی په وینا د تیرو څه باندې لسو میاشتو په تیرېدو سره په دغه هیواد کې د ښځو د کار ساحه محدوده شوې او تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پر مخ تړل شوي دي.

د افغان ښځو او نجونو د حقوقو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي رینا امیري تیره اونۍ وویل چې طالبانو د ښځو حقوق له پامه غورځولي او د طالبانو حکومت یې د نړۍ تر ټولو ځپونکی رژیم بللی و.

اغلې امیري ویلي و چې د افغانستان له خلکو سره ددې ډلې چلند د دې لامل شوی دی چې د طالبانو په حکومت باندې د نړیوالې ټولنې بندیزونه دوام وکړي.

سره لدې چې طالبانو د واک ته رسیدو څخه وړاندې او واک ته رسیدو په لومړنیو شپو ورځو کې ژمنه کړې وه چې ټولې افغان نجونې او میرمنې به د تعلیم او کار کولو پوره حق ولري او د هغوي د حقونو درناوی به کوي، خو دې ډلې نه یوازې دا چې په افغان میرمنو یې ګڼ شمیر محدودیتونه وضع کړي بلکې د نجونو د منځنۍ دورې او لیسو دروازې لا هم تړلې پاتې.

تیره ورځ ګڼ شمیر افغانانو په ټولنیزیو شبکو کې په طالبانو غږ کړی چې په افغانستان کې د نجونو ښوونځي پرانیزي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان نجونو د ښوونځیو د پرانیستل کیدو په هکله د کابل ولایت کې د طالبانو د «عالمانو د شورا مشر» فقیر الله فایق په تازه مرکې کې وویل چې «ډېر ژر به د نجونو ښوونځي» پرانیستل شي.

ښاغلي فایق امریکا غږ سره په مرکې کې ادعا وکړه چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د «نجونو د مکاتبو د شروع کېدو مخالف» نه دی.

XS
SM
MD
LG