ننګرهار کې سږ کال شل زره کیلو اصلاح شوي تخمونه تولید شوي- چارواکي 

Your browser doesn’t support HTML5

د ننګرهار د کرهڼې د ریاست چارواکي وايي، د سږ کال په اوږدو کې يې شاو خوا شل زره کیلو ګرامه بېلابېل اصلاح شوي تخمونه تولید کړي دي او دا تخمونه به تر ډیره د هغو بزګرانو اړتیاووې پوره کړي، چې اصلاح شوي تخمونه غواړي. 

د ننګرهار د کرهڼې د ریاست چارواکي وايي، د سږ کال په اوږدو کې يې شاو خوا شل زره کیلو ګرامه بېلابېل اصلاح شوي تخمونه تولید کړي دي او دا تخمونه به تر ډیره د هغو بزګرانو اړتیاووې پوره کړي، چې اصلاح شوي تخمونه غواړي.

د دې ریاست د تحقیقاتو مدیر ګل ملا الکوزي امریکاغږ ته ویلي، چې سږ کال يې د شولو ۴۸۰۰ کیلوګرامه تخمونه چې څلور ډوله وو تولید کړي دي.

هغه وايي، لومړی پر تخمونو تجروبې کوې او بیا وروسته ترې د تخمونو د ترلاسه کولو په موخه ګټه اخلي، چې هر کال دا لړۍ روانه وي.

هغه وویل: "سږ کال مونږ د شولو د څلورو نوعونه تخمونه ترلاسه کړي دي. یو د سېیله زودرس په نوم، عطايي، شیشم باغ او بله د جلال اباد په نوم، د دې څلورو نه مونږ تخمونه تولید کړي دي چې تقریباُ ۴۸۰۰ کیلوګرامه کېږي."

دا د ننګرهار کرهڼې ریاست اړوند د تحقیقاتي فارم ذیرمه تون یا ګُدام دی، چې تولید شوي تخمونه په کې ساتل کېږي.

د دې تحقیقاتو د فارم مدیر وايي، سږ کال يې د غنمو ۱۰ ډوله تخمونه تولید کړي دي، چې شاو خوا ۱۵۳۳۸ کیلوګرامه کېږي.

ګل ملا الکوزی وايي، د لوبیا درې ډوله تخم يې هم تولید کړی دي، چې د تاجکي، ګلابي سُرخ او دریمه نوعه يې د غوربندي په نوم لوبیا تخم دی.

" د غنمو مونږ لس قسمه تخم تولید کړی دی چې مجموع کې ۱۵۳۳۸ کیلو ګرامه کېږي او همدارنګه مو درې ډوله لوبیا تولید کړي دي، چې تاجکي، ګلابي سُرخ او دریمه د غوربندي په نوم باندې ده."

الکوزی وايي، سږ کال دا هم په پلان کې لري، چې د جوارو او نورو کښتونو د تخمونو تولید ته دوام ورکړي.

د هغه د معلوماتو له مخې د ننګرهار کرنې ریاست اړوند د تحقیقاتو مدیریت هر کاله د بېلابېلو کښتونو او نباتاتو د نوو تخمونو پر تولید کار کوي او کروندګرو ته يې ورکوي، تر څو په بدیل معیشت کې ورسره مرسته وکړي.